ټولنه

د تخار خلکو د کندز له خلکو سره خواخوږي او غم شريکي وکړه

کابل / د تلې١٧مه / باختر:
د تخار اوسيدونکو د کندز د خان آباد ولسوالۍ په يوه جومات کې پر لمونځ کوونکو پرونۍ ځانمرګى بريد په کلکه وغانده چې له امله يې لسګونو ملکيانو ته مرګ ژوبله واوښته او دا کار يې غيراسلامي او غير انساني عمل وباله.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د تخار اوسيدونکي د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمشريکي اوخواخوږي څرګندوي او وايي خلک په هېواد کې له وژنو او ويني توييدو ستړي شوي او نور يې نه شي زغملى.
د تخار يو شمېر نورو اوسيدونکو د خپل راتلونکي په اړه انديښنه څرګنده کړه او له اسلامي امارت څخه غوښتنه وکړه چې د امنيتي او استخباراتي بنسټونو په پياوړي کولو سره په هېواد کې د ورته وژونکو پېښو د تکرار مخه ونيسي.
د يادونې وړ ده چې د داعش ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې وژونکې پېښې مسووليت پرغاړه اخيستى دى.
د کندز د اطلاعاتو اوفرهنګ د رييس د څرګندونوله مخې؛ په دې پېښه کې ٤٦ ملکيان شهيدان او څه د پاسه سل تنه ټپيان شوي دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته