Uncategorized

د تخار د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس: تر اوسه په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

کابل/ د مرغومي ٧ مه / باختر:
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د دغه ولايت د سيمه ييزو رسنيو له مسوولينو او خبريالانو سره په کتنه کې وويل چې تر اوسه په تخار کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې.
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس انصارالله انصاري وويل: د افغانستان د اسلامي امارت د واکمنۍ په څلورو مياشتو کې تر اوسه په دغه ولايت کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کومه پېښه نه ده ثبت شوې او په تخار کې رسنيز فعاليتونه د پخوا په پرتله ښه پرمخ روان دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د هغو خبريالانو چې د ژورنالیزم له اصولو او ارزښتونو سره سم په صادقانه توګه کار کوي ملاتړ کوي او په ورته وخت کې هغه خبريالان چې غواړي له خپل مسلک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې سره حکومت بدنام کړي، قانوني چلند به ورسره وشي.
له بلې خوا د تخار د يو شمېر رسنيو مسوولينو او خبريالانو د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست سره د رسنيزو فعاليتونو او له دولت سره د همکاريو د ښه والي په خاطر خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او له خبريالانو سره يې د دغه رياست له دوامدارو همکاريو څخه مننه وکړه.
په تخار کې د آریانا نیوز نړيوال ټلویزیون خبریال نصرت الله ابراهیمي په دې غونډه کې وویل؛ په تېرو څلورو میاشتو کې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د خپلو رسنیزو فعالیتونو په ترڅ کې له هیڅ ډول تاوتریخوالي سره نه دي مخ شوي او
د ژورنالیزم د اصولو او ارزښتونو په نظر کې نیولو سره رسنيزو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
تر دې مخکې هم د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خبريالانو او د سيمه ييزو رسنيو له مسوولانو سره د اطلاع رسونې او رسنيزو فعاليتونو په برخه کې د شتو ستونزو د حل په موخه بېلابېلې غوندې ترسره کړي وې.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته