ټولنه

د تخار ملي راډیو ټلویزیون نوې ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د کب ۱۷ مه / باختر
د تخار ملي راډیو ټلویزیون نوې ودانۍ پرون پرانیستل شوه.
په هغې غونډه کې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د هېواد د ملي راډيو ټلويزيون مرکزي پلاوي، د تخار سرپرست او مرستیال شفیق الله عمر او د دولتي ادارو رییسانو کې برخه اخیستې وه.
د تخار ملي راډیو ټلویزیون رییس سید یاسین دهزاد باختر آژانس ته وویل: دغه ودانۍ په ۱۶ بسوه ځمکه کې په دوو پوړونو کې د څه دپاسه ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت د ملې راډيو ټلويزيون له پراختيايي بودې څخه جوړه شوې ده.
دهزاد زیاته کړه: دغه ودانۍ ١۴ اداري خونې، د خبرونو ستډيو، لېږدخونه، ثبت خونه او نور ضروري ملحقات لري.
د یادونې وړ ده چې د تخار ملي راډیو ټلویزیون پخوا په کرايي کورونو کې فعاليت کاوه.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته