ټولنه

د تخار والي: د يوناما مسوولين دې له موږ سره د پرمختيايي پروژو په تطبيق کې همکاري وکړي

کابل/ د ليندۍ٩مه / باختر:
په شمال ختیځ زون کې د یوناما د دفتر مشر بوجیتار دمیتروف پرون د تخار له چارواکو سره د لیدنې پر مهال وویل ” له فساد سره د مبارزې لپاره د اسلامي امارت ټینګ هوډ په هېواد کې د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده.”
دمیتروف زیاته کړه: له فساد سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت د هوډ څرګندې نښې شته او دې کار کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په څه باندې سلو ورځو کې د سالنګ د لویې لارې د بیا رغونې په ګډون په پرمختیایي برخو کې د لږو امکاناتو په لرلو سره بنسټیز او ښه کارونه ترسره کړي او لازمه ده د ښې حکومتوالى، زده کړې او کارموندنې ته د ښځو د لاسرسي په برخو کې عملي ګامونه ترلاس لاندې ونيسي.
د تخار والي مولوي نورالدین عمیر د یوناما د دفتر له هلوځلو چې په شمال ختیځ زون، په ځانګړي ډول تخار کې خلکو ته بشري مرستې برابروي، مننه وکړه او د یوناما له چارواکوڅخه یې وغوښتل چې په تخار کې د پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې دوي سره همکاري وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته