اقتصاد

د تخار په بندرونو کې سوداګريز فعاليتونه مخ په ښه کېدو دي

کابل / د تلې١٤مه / باختر:
د بهرنيو چارو وزارت مالي او اداري معين حاجي موسي پرون د تخار ولايت فرهنګي، اقتصادي او ټولنيز وضعيت د کتنې لپاره د دغه وزارت له يو شمېر چارواکو سره تخار ته سفر وکړ.
تخار ته د دوى د کاري سفر په لومړي ورځ پلاوي د اطلاعاتو اوفرهنګ له چارواکو سره وکتل.
دوى د دې ادارې د فعاليت او په تخار کې د فرهنګي فعاليتونو له ښه والې څخه خوښي څرګنده کړه.
د تخار د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس انصارالله انصاري تخار ته د بهرنيو چارو وزارت د چارواکو ورتګ ته هرکلى ووايه او زياته يې کړه چې په تخار کې فرهنګي فعاليتونه په نورمال ډول پرمخ ځي.
ټاکل شوې ده پلاوى په راتلوونکو ورځو کې د تخار په بندرونو کې د سوداګريزو توکو واردات او صادرات مطالعه کړي او چارواکو ته د سوداګريزو فعاليتونو د ښه والې او افغان سوداګرو ته د لازمو آسانتياو په برابرولو کې لازمې لارښوونې وکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته