سیاستتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د تروریزم د نوې څپې ګواښ

کابل/ د زمري ۳مه/ باختر
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو او دغه راز په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفانو په وړاندې تګ سره، په سیمه کې د نړیوال تروریزم د نوې څپې ګواښ په جدي توګه مطرح شوی دی. د باخترآژانس مفسر دغه ګواښ ته کتنه کړېده او لیکي:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تازه رپوټ کې د کابل په شاوخوا کې د داعش د ټولېدو خبرداری ورکړی دی. دغه راز د القاعدې د ترهګریزو فعالیتونو د پراخېدو رپوټونه هم خپاره شوي دي. شک نشته چې نړیوال ترهګر سازمانونه کوښښ کوي په افغانستان کې له رامنځ ته شوي څپڅپاندي وضعیته ګټه پورته کړي او د ځان لپاره د پښې اېښودو او ځالې جوړولو فرصت برابرکړي. د نړیوال تروریزم دا نوې څپه خورا خطرناکه ده. که د دغې څپې مخه ونه نیول شی؛ نو دا ویره شته چې افغانستان له داسې حالت سره مخ شي لکه یومهال چې سوریه ورسره مخ شوه. د هېواد یوه برخه به د یوې ترهګرې ډلې تر کنترول لاندې وي، بله برخه به د بلې ترهګرې ډلې تر کنترول لاندې وي او بیا به هغه هېوادونه چې دا ډلې یې ملي امنیت ګواښلی شي، د هغوی پرخلاف جګړه ییز عملیات ترسره کوي. افغانستان چې څلورلسیزې یې په جګړه کې تېر کړي دي، د نړیوال تروریزم د دغه راز څپې د زغم وس نه لري.
طالبانو له امریکایانو سره په لاسلیک کړې موافقه کې ژمنه کړې چې له القاعدې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې شلوي او د هغوی پرخلاف به اقدام کوي. اوس د امریکا مشران او په ځانګړي ډول بایډن دغې ژمنې ته د طالبانو پر وفادارپاتې کېدو شک څرګندوي. طالبانو د دغو شکونو په اړه لا تراوسه خپل دریځ روښانه کړی نه دی. دا چې د طالبانو په زړه کې څه دي او هغوی به په رښتیا هم له القاعدې او نورو نړیوالو ترګرو ډلو سره اړیکې شلوي که نه، دا د هغوی کار دی؛ خو یوه خبره لکه لمر روښانه ده او هغه دا چې بې ثباتۍ ته لمن وهل، د جګړې پراخول، د دولتي بنسټونو نړول او له منځه وړل، د نړیوالو ترهګرو ډلو فعالیت ته زمینه برابروي اوهغوی په دې کې ښه مهارت لري چې څنګه له دغه راز حالته ګټه پورته کړي او ځالې جوړې کړي.
د سیمې اونړۍ اوسنی وضعیت داسې دی چې نړیوال ترهګر په کوم بل هېواد کې پټېدای نه شي، ان په افریقایي هېوادونو کې نه شي کولای خوندي ځای ومومي، هغه کارونه چې دوی د منځني ختیځ په ځینو هېوادونو کې د خپلې واکمنۍ پر مهال ترسره کړي دي، پر دوی یې ځمکه سره کړې ده او څوک ځای نه ورکوي. له دې امله دوی ټول کوښښ د دې لپاره کوي چې د افغانستان په څېر غرني هېواد بې ثباته کړي او بیا له دغې بې ثباتۍ ګټه واخلي او د ځانونو لپاره د پټېدو خوندي ځالې جوړې کړي اووروسته په مناسب فرصت کې پر نورو هېوادونوبریدونه وکړي.
د نړیوال تروریزم د نوې څپې د مهارولو لپاره باید څه وشي؟ تر هرڅه وړاندې دا نړیوال ترهګر د نړۍ دښمنان دي، د ځانګړیو هېوادونو دښمنان دي. دا د نړۍ او په تېره بیا د هغو هېوادونو چې دا ډلې یې ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي، مسوولیت او مکلفیت دی چې له افغانستان سره د هغوی پرخلاف جګړه کې مرسته او همکاري وکړي. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې د لاډېرې بې ثباتۍ مخه ونیول شي او د بې ثباتۍ د مخنیوي یوازینۍ لاره د نظام ساتل او پياوړي کول دي. هېچا ته په هېڅ نامه او پلمه باید دا اجازه او فرصت ورنه کړل شي چې نظام ړنګ کړي. د نظام ړنګېدل په حقیقت کې د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای د افغانستان بدلېدل دي. د افغانستان ملي بنسټونه باید لاغښتلی شي. ټول باید دا ومني چې یوازې د پياوړي او غښتلي نظام، داسې نظام چې د ولسواکۍ پر اصولو ولاړ وي او د تېرو دوولسیزو ارزښتونه په کې خوندي وي، په شتون کې د ترهګرۍ دغه نوې څپه مهارېدای شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته