ټولنه

د تورخم دروازه یو ځل بیا د مسافرو او سوداګریزو کاروانونو پر مخ وتړل شوه

کابل/ د تلې ١ / باختر
پاکستاني مامورانو یو ځل بیا د تورخم دروازه وتړله.
د راپورونو له مخې ، له نن سهار راهیسې مسافرو او سوداګریزو کاروانونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له دې لارې تېر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د تورخم پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ لار ده.
د تورخم لارې په تړل کېدو سره په زرګونو مسافرو او په لسګونه کاروانونه په دواړو لورو کې بند پاتې دي چې دوی یې د تګ راتګ مخه نیسي. د سوداګريز کاروان يو چلوونکي نوروزګل باختر آژانس ته وويل: پاکستاني امنيتي مامورانو هغه او نورو چلوونکو ته اجازه ورنکړه چې د سوداګريزو مالونو بارولو له لپاره پاکستان ته لاړ شي.
د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او مسافر وړونکو تګ راتګ لپاره یوازینۍ پرانستې لار وه.
پاکستاني سرحدي ساتونکو په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو په رامنځته کېدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سپین بولدک لاره وتړله.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه مهال وویل چې دوی د امنیتي ګواښونو له امله د سپین بولدک لاره مسافرو او کاروانونو ته تړلې وه.
هغه ویلي و چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله به د سوداګريزو مالونو او مسافرینو پرمخ خلاصه پاتې وي؛ خو ژمنه يې عملي نشوه.
د راپورونو له مخې، پاکستاني چارواکو په تېره یوه میاشت کې څو ځله د تورخم لاره د مسافرو او سوداګريزو کاروانونو پرمخ تړلې ده.
د دې لارې تړل کېدل به د افغانستان په بازارونو کې د لومړنيو توکو په بيه کې منفي اغيزه وکړي او له بله پلوه به پاکستان ته د درملنې په مقصد د افغان ناروغانو په تګ کې ستونزې رامنځته شي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته