ورزش

د توفان هریرود ټیم په قندهارکې د فوټبال د جام وحدت ملي د سیالیواتل شو

کابل / د سلواغی / ۱ / باختر
د توفان هریرود ټیم په قندهارکې د فوټبال د جام وحدت ملي د سیالیواتل شو.
دغه ټیم په دریو بریاو سره دغه جام وګاټه.
په دغو سیالیو کې د میوند اتلان ټیم دویم مقام او د پایتخت استازی شاهین آسمايي هم دريم مقام وګاټه .
دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري د قندهار په لوبغالي کې ترسره شوې وې.
په هرات کې د دغه فدراسیون مسوول شاه رسول احراري وايي چې دغه سیالۍ د فوټبال د ورزش د ودې او په دغه ورزشي څانګه کې د غوره څېرو د ټاکنې په موخه ترسره شوې وې.
هغه د هرات د استازی توفان هریرود له ټیم څخه په افغانستان کې د ټولوسیالیولپاره د چمتوالی خبرورکړ.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته