اقتصادتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د توکو بیې مه لوړوئ

– کابل / د کب ۴مه / باختر
په دغو وروستیو څو ورځو کې هم په کابل کې او هم په نورو ولایتونو او ښارونو کې د سون او خوراکي توکیو بیې لوړې شوې دي. د افغانانو اقتصادي حالت خورا کمزوری دی او د بیو د ناببره لوړېدا زغم نه لري او له دې اړخه ټول سخت اندېښمن دي. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
په تېرو څو ورځو کې داسې پېښې رامنځ ته شوې چې بیې یې اغېزمنې کړې او هغه یې ناببره لوړې کړې: د باروړونکو موټرو د چلوونکو او مالکانو اتحادیې او صرافانو خپل کارونه د اعتراض په توګه ودرول او همدارنګه د اسلام کلا ګمرک اور واخیست او ډېر زیان یې واړاوه. همدارنګه امنیتي حالت هم په وروستیو څو میاشتو او اوونیو کې خورا ترینګلی و. دغو پېښو د سون او خوراکي توکیو پر بیو اغېز وکړ او هغه یې لوړې کړې.
د بازار رښتینی انځور څنګه دی؟ هغه داسې دی چې خوراکي توکي زښت ډېر دي. تراوسه چا نه دي ویلي چې په بازار کې د خوراکي توکیو کمښت رامنځ ته شوی دی. ټول سوداګر او پلورونکي د خوراکي او سون توکیو پرېمانه زېرمې لري. آن د کروناویروس د خپرېدا له ګواښه د رامنځ ته شوي جبري قرنطین په شرایطو کې هم افغانستان د خوراکي توکیو له کمښت سره مخ شوی نه دی.
نو بیا پوښتنه دا ده چې که د خوراکي او سون توکیو کمښت نشته؛ نو بیا ولې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوې؟ د اقتصادي علومو او همدارنګه بازار د اصولوله مخې بیې هغه مهال لوړېږي چې یا اوومه مواد قېمته شي او یا هم تولید کم شي او په بازار کې تقاضا ډېره او عرضه لږه شي؛ نو بیا د بیو لوړېدل یوه طبیعي خبره ده. خو په دغو څو ورځو کې دا یو کارهم نه وشوی. په تقاضا او عرضه کې کوم ستر توپير نه و رامنځ ته شوی. نو بیا ولې بیې لوړې شوې؟
ځواب دا دی چې له بده مرغه یو شمېر کړۍ تل په کمین کې ناستې دي او غواړي له هر فرصته ګټه پورته کړي او خپل جېبونه ډک کړي. دوی په دغه راز حالت کې په احتکار لاس پورې کوي او د خلکو له مجبوریته او ناچارۍ ناوړه ګټه اخلي. که انساني عاطفه او زړه سوی مطرح وي؛ نو بیا باید دوی په دغه راز حالت کې د احتکار پر ځای له خلکو سره مرسته وکړي، بیې لوړې نه کړي، د خلکو له مجبوریته او ناچارۍ ناوړه ګټه پورته نه کړي، برعکس خلکو ته روحیه او ډاډ ورکړي او هغوی ته ووایي چې خوراکي توکي او همدرانګه سون مواد په بازار کې ښه ډېر دي او تاسې مه وارخطا کېږئ او د محتکرینو د تبلیغاتو او کوښښونو تر اغېزې لاندې مه راخئ.
داسې ښکاري چې له بده مرغه ځیني دغه راز عاطفه او احساس نه لري. له دوی سره باید غوڅ قانوني چلند وشي. هغوی چې احتکار کوي او خوراکي توکي او همدارنګه نور د اړتیا وړ توکي پټوي او بیې یې لوړوي، باید د قانون په رڼا کې عدالت ته راکښل شي. دا د مسئلې یو اړخ دی، بل اړخ یې دا دی چې باید حکومت ستراتېژیکې زېرمې ولري او په دغه راز حالت کې د بیو د لوړېدو د مخنیوي لپاره د خلکو مرستې ته ورودانګي او د بازار کنترول په خپل لاس کې واخلي. دا زموږ له قوانینو سره ټکرنه لري. دا د خلکو غوښتنه ده او د حکومتونو یو مسوولیت هم دا دی چې باید په سخته ورځ د خلکو لاسنیوی وکړي او مرستې ته یې ودانګي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته