ورزش

د جاویدان د فوتبال تیم اتل شو

کابل/د مرغومي ۲۵مه/باختر
د بامیانو د ژمنی جام د فوټبال په سیالیوکې د جاویدان د فوټبال ټیم اتلولي اود بهار ازادي ټیم دویم مقام وګاټه.
د ذوالفقار د فوټبال ټیم مسوول محمد امان رهکذر د باختراژانس سیمه ییز خبریال ته وویل: دغه سیالۍ د ذوالفقار، جاویدان، بهار ازادي، عقابان مرکز ، شاه فولادي او د استقلال شیبر د ټیمونوترمنځ د بامیانو ښاروالی اود بامیانود فوتبال فدراسیون له خوا پيل شوې وې.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ چې د روان کال د مرغومي د میاشتې له اتمې نیټې پيل شوې وې د جاویدان د فوټبال ټیم د دغوسیالیو اتلولي وګټله اود بهار ازادی ټیم دویم مقام وګاټه .
د بامیانوښاروال مولوی عبدالهادي فروتن چې د ورزشکارانودهڅونې په خاطر د دغې لوبې نندارې ته راغلې و خپلوخبروکې وویل، ځوانان د ټولنې مهم قشر دی اود ټولودهیلې سترګې دهغوی په لور دي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته