ورزش

د جلال آباد ښاروالۍ ټیم د والېبال د سیالیو اتلولي وګټله

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د جلال آباد ښاروالۍ د والېبال ټیم اتحاد ټیم ته په ماتې ورکولو سره د والېبال د ولایتي سیالیو اتل شو.
دغه ټیم په وروستۍ لوبه کې د یوه په وړاندې په دوو سره اتحاد ټیم ته ماتې ورکړه او د اتلوالي جام یې وګاټه.
دغه سیالۍ د کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ د ۲۸ ټیمونو ترمنځ په جلال آباد ښار کې پیل شوې وې.
د افغانستان د والېبال فدراسیون یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش د ودې او والېبال ټیم ته د غوره څېرو د انتخابولو په موخه پیل شوې وې.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته