خبرونهامنیتTOP

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه جوړه شوه

کابل/ د غويي لومړۍ/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني په مشرۍ د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ غونډه نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې اوسنی امنیتي وضعیت تحلیل شو او د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو په لا ښه ډول د خلکو د امنیت تامین لپاره د خپلو تدابیرو راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ.
جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي سکتور د مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته د خلکو د لا ښه امنیت دتامین په موخه، هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته