خبرونهروغتیا

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت پر تشکیلاتي طرحې بحث وشو

کابل/ د مرغومي ۳۰مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د عامې روغتیا وزارت مسوولینو سره غونډه کې په روغتیا سکتور کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې. په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د یاد وزارت په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو په ځانګړي ډول د روغتیا سکتور د پراختیا، وظیفوي تداخل او مخفي بېکارۍ د مخنیوي په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال د عامې روغتیا وزارت تشکیلاتي طرحه له جمهوررئیس غني سره شریکه کړه. دوی وویل په یاده طرحه کې د تشکیلاتي پړسوب پر مخنیوي، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو پر لومړیتوب او د خصوصي سکتور پر کنټرول، تمرکز شوی دی. همداراز یادو مسوولینو د روغتیا سکتور پر پیاوړتیا او تخصصي کولو د ټینګار پر مهال ویل، زموږ موخه دا ده چې کرونا ویروس سره مبارزه ښه ترسره او حفظ الصحې، عامه پوهاوي، وقایې، د روغتونونو او درملتونونو څارنې، تغذیې او مور او ماشوم ته لازیاته پاملرنه وشي او د بېړنیو حالاتو لپاره چمتووالی ولرو. وروسته د افغانستان د طبي شورا رئیسې ډاکټرې نسرین اوریاخېل د یادې طرحې په اړه خپل وړاندېزونه وکړل وې ویل، د اعتبار ورکول دې خپلواک او خصوصي سکتور ته دې لازیاته پاملرنه وشي. جمهوررئیس غني د دوی د راپور او خبرو له اورېدو وروسته وویل، په روغتیا سکتور په ځانګړي ډول عامې روغتیا وزارت کې اصلاحات یو ښه پیل دی، اما ډېر کار ته اړتیا لري. جمهوررئیس کرونا بحران سره د مبارزې او د روغتونونو د خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ وې ویل، د تغییر او اصلاح د استعجالیت لیست باید ترتیب شي. همدارنګه دې کلیدي دندې تعریف او په هغه اساس دې د روغتیا برخې کارکوونکي وګومارل شي. هغه زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت په تشکیلاتو کې باید د وزیر او معینانو رول مشخص او وظیفوي تداخل له منځه یوړل شي. د بحران زېږونکو ستونزو د حل لپاره دې اقدامات ترسره او د بریا معیار دې معلوم شي. جمهوررئیس غنې د دې په بیانولو سره چې افغانستان د دیجیټلي کېدو پر لور حرکت کوي وویل، له ټکنالوژۍ څخه استفاده د عامې روغتیا وزارت لپاره ډېره مهمه ده او باید مالي او اداري سیستمونه ډیجیټلي او د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونه باید داسې همکاري او همغږي ولري چې د طب د محصلینو جذب او د فارغانو شمېر د روغتیا سکتور د اړتیاو مطابق، عیار شي. جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت تشکیلاتي طرحې ته په اشارې وویل، دا طرحه لا زیات کار ته اړتیا لري او باید د روغتیا په برخه کې ځواب ویونکی سیستم ایجاد شي چې له مخې یې د رهبرۍ او مدیریت رول واضح تعریف ولري. د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې په روغتونونو کې مور او ماشوم ته د متوازنو خدمتونو وړاندې کولو ته پر لازیاتې پاملرنې ټینګار وکړ وې ویل، تر راتلونکو څو میاشتو پورې باید له بین المللي شریکانو سره د روغتیا ملي پروګرام شریک کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته