سیاستخبرونهامنیتټولنهTOP

د جمهوررئیس په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډې جوړه  شوه

کابل/ د زمري ۱۰مه/ باختر

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړۍ غونډه نن له غرمې مخکې د کابینې د غړو او د ویډیو کنفرانس له لارې د والیانو په ګډون، په ارګ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس د هیواد د دښمنانو د بریدونو په دفعه کولو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د زړورتیا او سرښندنو قدرداني وکړه او د افغانستان امنیتي او دفاعي ستراتېژۍ، د کابینې غړو د رول او د دې په څرګندولو سره چې په دغه ستراتېژۍ کې مشخصه برنامه شتون لري او د هیواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ سیاسي ملاتړ موجود دی، معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني د کابینې د الکترونیکي سیستم د پرانیستې پر مهال د چارو ادارې لوی ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د هڅو مننه وکړه.

د هیواد جمهوررئیس د نړۍ له ټکنالوژۍ سره د افغانستان د حکومتولۍ د همګام کېدو د پیل په هکله چې دغه ټکنالوژي په ژوند کې د بدلون لامل شوې او د نړی ۶۰ سلنه مشورتي معاملې د الکترونیکي ټکنالوژۍ له لارې ترسره کېږي؛ همداراز ټکنالوژي وګړو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې د تغییر لامل شوې او له دې جملې د روغتیا د راتلونکي زیاته برخه د ټکنالوژۍ پرمختګ پورې اړه لري، په اړه مفصل معلومات ورکړل.

په همدې ترتیب جمهوررئیس د معاشونو د ډیجیټلي ورکړې، د پاسپورټ سیستم په وصلولو سره د خدمتونو وړاندې کولو، پر برېښنایي تذکرې د ورکړو سیستم او دا چې د سیستمونو په ایجاد سره د معلوماتو د تبادلې په برخه کې زموږ عمده ستونزې حلېږي، هم توضیحات ورکړل.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په نږدې راتلونکي کې به مرکزي بانک امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز ملکي مامورینو ته له یو میلیون څخه تر پنځه میلیون افغانیو پورې د پورونو د ورکړې زمینه هم برابره کړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته