سیاستخبرونهاقتصاد

د جمهورريیس غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه جوړه شوه

٢- کابل / د سلواغې ٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا ځانګړې غونډه کې د ابي سرچينو د مدیریت په اړه بحث وشو.
د جمهوررييس وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې تېر ماښام په ارګ کې وشوه، په پیل کې جمهورريیس د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او بې رویې استفادې په اړه چې د وطنوالو د اندیښنې لامل شوي، خپل تشویش څرګند او د ابي سرچینو پر سم مدیریت یې ټینګار وکړ.
جمهورريیس وویل، پر هغو بندونو دې چې له هیواده د اوبو د وتلو مخنیوی کوي، کار چټک شي او همدارنګه باید د کمال خان بند سیمې چې دولتي سیمه ده د ځمکو د غصب مخنیوی وشي او یوه برخه دې د کرنیزو فارمونو ایجاد ته ځانګړې شي.
وروسته د اجنډا مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د هایدروجیولوجي ريیس په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او ساتنې موضوع غونډې ته وړاندې کړه.
جمهورريیس غني د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارله چې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کلیو پراختیا وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د اوبو سرچینو د تحقیقاتو ریاست په همکارۍ د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت او ساتنې موضوع بیا وارزوي او خپله نهایي طرحه دې د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا یوې غونډې ته وړاندې کړي.
همدا راز جمهورريیس کابل ښاروالي موظفه کړه چې د کابل ښار ځمکې لاندې اوبو ککړتیا د مخنیوي په موخه د فاضله اوبو د مدیریت سیستم د کوچینو شبکو په توګه ایجاد کړي.
دغه راز د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د هیواد د سترو بندونو د بیا رغاونې تعقیب ته کاري لومړیتوب ورکړي.
وروسته د اجنډا مطابق د کابل دریابي حوزې ريیس، په بادغیس ولایت کې د پستې بڼونو خړوبولو لپاره له سطحي اوبو د ګټې اخیستنې په موخه د سولري پمپونو د کارولو طرحه، غونډې ته وړاندې کړه.
هغه زیاته کړه، د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د وړاندوینې مطابق په (۹۷۸) هکتاره ځمکه چې اوبه کېږي (۳۱۰۹۷۷) د پستې بوټي کرل کېږي چې له اتو کلونو وروسته به یې کلني عواید کابو ۱۰ میلیون ډالره وي.
جمهورريیس په دې اړه وویل، یاده طرحه دې د لابډاینې په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کلیو پراختیا وزارتونو، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او کرنې له متخصصینو سره شریکه او وروسته دې د تطبیقي پلان په پام کې نیولو سره عملي شي.
همداراز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ دې د پستې د پروسس او صادراتو لپاره طرحه ترتیب او د بازار موندنې زیاته زمنیه برابره کړي.
د غونډې په پای کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو د منابعو عمومي ريیس د ۳۵ دریابي فرعي حوزو چې په پنځو عمومي حوزو کې شاملېږي، د دریابي حوزو د موډل جوړولو راپور غونډې ته وړاندې کړ.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته