سیاستخبرونه

د جمهورريیس غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه

– کابل/ د کب ۱۲مه/ باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هم حضور درلود د NTA معاشونو په ارزونې او په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو زیاتوالي لپاره پر حللارو بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د حکومت په کچه د NTA معاشونو د ارزونې راپور وړاندې کړ وې ویل، د دندو تعریف د وضاحت نشتوالی تر ټولو لویه ستونزه ده او د لوړو معاشونو د اصلاح دغه سیستم باید په تدریجي ډول تطبیق او ترې سپما شوې پیسې به د ټیټ رتبه مامورینو په معاشونو کې زیاتې شي.
وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش د موضوع په اړوند خبرې وکړې وې ویل، د خلکو یوه عمده غوښتنه دا ده چې د واضح میکانېزم له لارې معاشونه سره ورته شي. نوموړي وړاندیز یې وکړ، یاده پروسه دې زمان بندي او په تدریجي ډول تطبیق شي.
د غونډې ګډونوالو هم پخپلو وزارتونو او ادارو کې د NTA معاشونو د ارزونې پروسې ملاتړ وکړ، خو د ځینو تخنیکي دلایلو له امله یې د یو واضح میکانېزم رامنځته کېدو غوښتنه وکړه، ترڅو په تخنیکي او اړتیا وړ بستونو کې یې یوه برخه وساتل شي.
جمهورريیس غني د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، د وزارتونو او ادارو د بشري ظرفیت واضح تعریف باید رامنځته او معلوماتي او مدیریتي سرمایه څرګنده شي. همداراز یې ټینګار وکړ، چې د NTA هر بست باید په نتایج محوره قرارداد بدل شي.
جمهورريیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې د NTA پروسې ته دې په اوسني ډول یوازې د وري میاشتې تر پایه دوام وکړي او د حکومت د رهبرۍ راتلونکې غونډې کې به د واضح میکانېزم په اړه فیصله کېږي.
جمهورريیس غني په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو زیاتوالي په اړه لارښوونه وکړه چې له لویو سوداګرو او د تېلو او ګازو له اتحادیو سره دې غونډه ترتیب شي، ترڅو په بنسټیز ډول دې ستونزې ته حللاره پیدا شي. هغه زیاته کړه، په بازارونو کې د بیو ثبات د ټولو په ګټه دی او د انحصار طلبۍ په صورت کې حکومت مجبور دی بدیل اقدامات وکړي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته