اقتصاد

د جمهوررییس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه ترسره شوه

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتوکمېسیون غونډه پرون غرمه په ارګ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رییس انجنیر الهام عمر هوتکي په ۱۳۹۹ مالي کال کې د یاد کمېسیون د کړنو راپور وړاندې کړ، ویې ویل: د ملي تدارکاتو کمېسیون د جمهوررییس له لارښوونو سره سم د تدارکاتي نظام د اصلاحاتو پروسه او ۱۳۹۹ مالي کال کې د ملي تدارکاتو ادارې له خوا د سمو او منظمو پالیسيو جوړل یوځل بیا په تدارکاتو کې د شفافیت د زیاتوالي او زماني موثریت، د پروژو لپاره د اسانتیاوو، د پروسو د چټکتیا، د قراردادونو د پرمختګ د څارنې، د الکترونیکي تدارکاتي سیستمونو د انکشاف، سپما او د مالیې د زیاتوالي لامل شوي دي.
هغه زیاته کړه: په ۱۳۹۹ مالي کال کې د تېرکال په پرتله زېربنایي او ساختماني او امنیتي پروژو کې له زماني اړخه مؤثریت راغلی او د یادې ادارې ژمنو د جینوا متقابل حساب ورکولو چوکاټ کې تحقق موندلی دی.
وروسته جمهوررییس غني د ملي تدارکاتو ادارې د پرمختګونو او راپور وړاندې کولو مننه وکړه او د پروژو د ارزونې پر مهال یې ټینګار وکړ چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې باید د تدارکاتو پلان جوړونه او لګښتونه د هېواد مالي او اقتصادي شرایطو ته په پام داسې برابر شي چې د خلکو پر ژوند مثبت اغېز ولري.
همدا راز جمهوررییس د انجیوګانو له لوري د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو پروژو په اړه چې په مرکز او ولایتونو کې تطبیقېږي، لارښونه وکړه چې د دغو پروژو د تطبیق او موثریت اساسي ارزونه وشي او زیاته یې کړه،: روغتیایي خدمات باید یوازې د جغرافیایي پوښښ له اړخه نه، بلکې اړتیاوو ته په پام وي.
جمهوررییس د کابل ښار د سړکونو پروژو په اړه ټينګار وکړ چې د پروژو په ماهیت کې دې تر ځمکې لاندې اوبو د تغذیې موضوع ته جدي پام وشي او په دې اړه یې فواید عامې وزارت، کابل ښاروالۍ او د پلازمېنې زون پراختیایي ادارې ته لازمې لارښوونې وکړې.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: هېڅ شرکت حق نه لري لویې ملي پروژې د قانون موادو، د وزارت هوکړې او د ملي تدارکاتو کمېسیون تصمیم ته له پام پرته په خپلسري ډول په فرعي قرارداد ورکړي، له هغه پرته به سرغړونکي شرکتونه د محرومیت پروسې ته معرفي شي.
د غونډې په پای کې، د جمهوررییس غني په حضور کې د ملي امنیت شورا مشاوریت دفتر، د جمهوري ریاست عالي مقام حقوقي مشاوریت واحد او ملي تدارکاتو ادارې ترمنځ په جلا ډول دوه هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته