سیاست

د جمهوررییس غني په مشرۍ د ښځو عالي شورا لومړنۍ غونډه ترسره شوه

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د ښځو عالي شورا لومړنۍ غونډه پرون مازيګر په ارګ کې ترسره شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د غونډې په پیل کې د هېواد لومړۍ مېرمن له جمهوررییس څخه د ښځو عالي شورا د جوړېدو په خاطر مننه وکړه، ویې ویل: د دې شورا ایجاد دا ثابتوي چې دولت د ښځو ملاتړی دی او د دې ستر ګام په اخیستو سره د تصمیم ګېرۍ په سطحه کې هغوی ته د پرمختګ زمینه برابروي.
هغې زیاته کړه: د ښځو عالي شورا ایجاد یو تاریخي اقدام دی چې د دولت رهبرۍ ته یې د ښځو د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د ښځو چارو وزارت سرپرستې د ښځو عالي شورا په اړه معلومات ورکړل او د یادې شورا د فعالیت د څرنګوالي په اړه یې د هېواد له ښځو سره د مشورتي غونډو په اړه خپل راپور له جمهوررییس سره شریک کړ.
هغې زیاته کړه: د ښځو عالي شورا د افغانستان اسلامي جمهوریت د عالي مقام د ۲۲/۵/۱۳۹۹ نېټې د (۵۵) ګڼې فرمان پر بنسټ د ژمنو د تطبیق او په ټولنيزو، اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او حقوقي برخو کې د ښځو ستونزو د حل په خاطر ایجاد شوه.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې وویل: د ښځو عالي شورا د لومړنۍ غونډې ترسره کولو لپاره په ټول هېواد کې دوه مشورتي ناستې شوې، په هکله یې د ګډونوالو نظریات او وړاندیزونه ترلاسه او د اجنډا موضوعات اولویت بندي شوي او د نن ورځې اجنډا په سولې پروسه کې د ښځو د رول په اړه ده.
وروسته د ولایتونو د ښځو په استازیتوب سارا سیرت د ښځو عالي شورا د غونډو د اجنډا په اړه د ښځو نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.
هغې د ښځو عالي شورا د غونډو د اجنډا او په دې شورا کې د مدني ټولنې د شمولیت ډول په اړه د دوی د نظریاتو د شمولیت په برخه کې د ښځو چارو وزارت اقدام وستایه او د مشوري ناستې د ترسره کولو موخه یې د ښځو عالي شورا د فعالیت څرنګوالي په اړه د ښځو د نظریاتو راټول او د یادې شورا په غونډو کې په دوراني ډول د مدني ټولنې د غړو ګډون وباله.
سارا سیرت، د شورا د غړو لپاره په بېلابېلو برخو کې د ښځو ۳۴ مورده وړاندیزونه هم بیان کړل.
وروسته د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو ریاست مرستیال د شورا کاري کړنلاره غونډې ته وړاندې کړه، ویې ویل: د غونډو د موضوعاتو د انسجام، د ښځو عالي شورا د غونډو جوړولو او موضوعاتو د څېړنې او ارزونې، د شورا د کاري طريقو د معياري کولو، د وزارتونو، ادارو او دارالانشاء ترمنځ د همغږۍ د ایجاد او اسانتیاوو رامنځته کولو، همدا راز د مصوبو د څارنې بهیر د چټکتیا او د جمهوري عالي مقام او عالي شورا غونډو ته د ګټورو او نتیجه محورو راپورونو وړاندې کولو لپاره د لازمې همغږۍ او چمتووالي په خاطر د دغې شورا کاري طرزالعمل په ۴ څپرکو او ۲۸ مادو کې په څو غونډو کې له ښځو چارو وزارت سره په همغږۍ، د هېواد لومړۍ مېرمن دفتر او عدلیې وزارت د ګټورو نظریاتو او مشورو په ترلاسه کولو سره، ترتیب شوی دی.
جمهوررییس د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته، حاضرینو ته د ښځو عالي شورا د لومړنۍ غونډې ترسره کېدو مبارکي ورکړه او دا یې لوی ویاړ وباله ویې ویل: دا چې افغان ښځې اوس خپله استازولي کوي، د دې لامل ګرځي چې غږ یې هره ورځ لا زيات رسا شي.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: په تېر کې د ښځې پر دویم رول تمرکز و، خو نن له نارینه و سره د مساوي حقونو لرونکي وګړي په توګه د افغان ښځې پر کلیدي رول ټینګار کېږي چې دا په خپله د هېواد د اساسي قانون مسلم اصل دی.
جمهوررییس، د شورا طرزالعمل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او اقتصاد وزارتونه د یادې شورا د دایمي غړو په توګه تایید او د ولایتونو د ښځو د وړاندیزونو په اړه یې لارښوونه وکړه چې ټول ذکر شوي وړاندیزونه دې سکتور بندي او په جلا ډول دې د ښځو عالي شورا غونډو ته وړاندې شي.
ورپسي د اجنډا مطابق د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنو معین د سولې بهیر کې د ښځو د اقداماتو مسير او د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال د اجتماعي سولې د ایجاد د څرنګوالي طرحه وړاندې کړه.
د غونډې په پای کې جمهوررییس وویل: د سولې هېڅ مذاکره اسانه نه ده، باید ژر له تشریفاتو څخه د مذاکرتو اصلي موضوعاتو ته وګرځو او دا د دولت کار دی چې د سولې تطبیق ته زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه: سیاسي حل لاره چې د پایداره او باعزته سولې لامل شي، زموږ کلیدي موخه ده.#
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته