خبرونهاقتصاد

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شوار غونډه جوړه شوه

کابل/ د مرغومي ۲۹مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه. په پیل کې جمهوررئیس غني په ننګرهار ولایت کې د برېښنا ستونزې پر بېړني حل ټینګار وکړ وې ویل، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره دې د افغانستان برېښنا شرکت سره په همغږۍ ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو ته د برېښنا مزي پر لېږد اساسي کار وکړي. وروسته له اوزبیکستان څخه د وارداتي برېښنا په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس ته دنده وسپارل شوه چې د برېښنا ستونزې د حل په موخه له خپل اوزبیکستاني سیال سره خبرې وکړي. د غونډې په دوام د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د هیواد د پانګوالو د تقدیرولو په خاطر د عبدالمجید خان زابلي مډال ضرب او همداراز دې له داخلي ډبرو په استفادې د جمهوري ریاست (ارګ) په انګړ کې د پانګونې د تشویق او ملاتړ تر عنوان لاندې یو څلی جوړ کړي. وروسته د جمهوري ریاست عالي شوراګانو چارو د انسجام رئیس شاپور ژمن د اقتصادي عالي شورا ځانګړو غونډو د مصوبو د پرېکړو د تحقق د څرنګوالي راپور غونډې ته وړاندې او پر مشخصه زماني نېټه یې د فیصلو پر تطبیق ټینګار وکړ، همدارنګه فیصله وشوه چې په نتیجه محوره توګه باید د فیصلو تحقق وشي. د غونډې په بله برخه کې د افغان پست دولتي شرکت رئیس د دغه شرکت د عصري کولو او دیجیټلي تحول په اړه، معلومات وړاندې کړل. هغه وویل، د افغان پست شرکت په ټول هیواد کې د (۴۶۳) نمایندګیو په لرلو سره قادر دی چې دبرېښنایي سوداګرۍ د شمولیت لپاره د دولت له پالیسیو ملاتړ وکړي. همداراز یاد شرکت د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو (MSMEs) د شمولیت ملاتړ کړی او دوی ته دا وړتیا وربښي چې خپل توکي په انلاین بڼه خرڅ یا هم صادر کړي. جمهوررئیس د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، اوس ټول پاسپورټونه او برېښنایي تذکرې د پست له لارې وېشل کېږي او همداراز د کوچنیو بستو صادراتو له پست څخه په استفادې تغییر موندلی او دغه بهیر چټک شوی دی. وروسته په ښه توګه او ټاکل شوې موده کې د انکشافي برنامو د تطبیق په برخه کې د اړوندو ادارو د هراړخیزې همکارۍ پربنسټ او د افغان پست دولتي شرکت د انکشافي برنامو د تطبیق لپاره د پالیسیو په سطحه د ذیدخلو ادارو او د دولت د ملاتړ په اړه د افغان پست شرکت وړاندیزونه غونډې تایید کړل. په همدې ډول، د افغان پست شرکت د انکشافي برنامو لپاره د ځمکې تشخیص هم په پرنسیب کې تایید او افغان پست شرکت ته لارښوونه وشوه چې د مالیې وزارت په همکارۍ دې د هدیو د استولو لپاره مشخصه لایحه ترتیب کړي. د اجنډا مطابق احصائیې او معلوماتو ادارې رئیس د غنمو د سروې هغه راپور چې د کرنې وزارت په همکارۍ یې ترتیب کړی وو، غونډې ته وړاندې کړ وې ویل، په روان کال کې د یو هتکار ابي ځمکو دغنمو حاصل ۲،۵ ټنه او د للمي ځمکو ۱،۰۹ ټنه پر هکتار اټکل شوی دی. جمهوررئیس غني د غونډې د ګډونوالو د نظریاتو له اورېدو وروسته کرنې وزارت ته دنده وسپارله، چې ترسره شویو سروې ګانو ته په کتو د غنمو پرمختللې پالیسي ترتیب کړي. همداراز جمهوررئیس له خصوصي سکتور وغوښتل چې د کرنې د ماشینیزه/عصري کولو او په دغه برخه کې له عصري ټکنالوژۍ د استفادې په موخه خپلې طرحې ترتیب کړي. وروسته د اجنډا مطابق د کانونو او پترولیم وزیر د تالک د استخراج د ستونزو په اړه د ننګرهار له تالک اتحادیې سره د همغږۍ د غونډو راپور وړاندې کړ. هغه وویل، کانونو او پټرولیم وزارت د اقتصادي عالي شورا د فیصلود تطبیق په موخه د ننګرهار تالک استخراج ستونزو د حل په موخه د پانګونی اسانتیا ادارې او افغانستان د خونو فدراسیون سره په همغږۍ د ننګرهار د صنایعو خونو، ننګرهار تالک اتحادیې، د ننګرهار معدن کارانو او د یاد ولایت قومي مشرانو او ځوانانو سره ګډه غونډه کړې چې پر بنسټ یې د تایید په موخه مشخص وړاندیزونه اقتصادي عالي شورا ته وړاندې شوي دي. جمهوررئیس د خصوصي سکتور استازو د خبرو له اورېدو وروسته، مالیې وزارت موظف کړ چې له تولیداتو او د زعفرانو له صادارتو د ملاتړ په موخه جدي تدابیر تر لاس لاندې ونیسي. همدارنګه صنعت او سوداګرۍ وزارت موظف شو چې د زعفرانو د برنډینګ، بسته بندۍ او معیاري کولو په اړه له خصوصي سکتور سره تفاهم وکړي او د زعفران بابا یاد دې، ونمانځل شي. په همدې ترتیب مالیې وزارت موظف شو چې د اوبو چارو د تظیم ملي ادارې سره دې د اوبو بندونو چارو د چټکتیا په اړه لازمه همکاري وکړي.
نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته