سیاستTOP

د جمهوررییس په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ د چمتووالي غونډه جوړه شوه

کابل / د زمري ۴مه / باختر
د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ د چمتووالي په غونډه کې د اړوندو ادارو مسوولینو د خپل تیاري راپورونه وړاندې کړل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د چارو ادارې عمومي رییس فضل محمود فضلي وویل: د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ په غونډه کې به ټولې اړوندې ادارې د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب او تحقق په تړاو خپل راپور له ملت، دولت او نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.
جمهوررییس غني د بېلابېلو ادارو د راپورونو او برنامو تر اورېدو وروسته، د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډې ته د ادارو تیاری وستایه ویې ویل: سره له دې چې سږ له وچکالۍ، کرونا او جګړې سره مخ یوو، خو درې سلنه تورم او یو سلنه اقتصادي وده د افغانستان لپاره ښه خبر دی.
د هېواد جمهوررییس په عدلي او قضایي دستګاه کې اصلاحات، راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ډیجیټلي کولو پروسې پیل او د اصلاحاتو پروسې مالکیت ترلاسه کول د فساد پر وړاندې مبارزه کې لوی ګامونه وبلل.
جمهوررییس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل: ماحول تغییر شوی، د بین المللي تروریزم له هجوم سره مخ یوو، خو خلک دې ډاډ ولري چې جمهوریت ساتل کېږي او نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته