سیاست

د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام

دسالنګ او جبل السراج په کليو اوبانډو دوخت دشوروي دسره پوځ دخونړۍ بريد کاليزي  په مناسبت د جمهوري رياست دلومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم پيغام

ګرانو هيوادوالو  ، وروڼو او خويندو  !

سبا دسلواغې دمياشتې څلورمه  دسالنگ او جبل السراج په کليو اوباڼدو دوخت دشوروي اتحاد دسره پوځ دوحشيانه بريد  له کاليزي سره برابره ده.

په دغه ورځ دشوروي سره پوځ له کابل او پروان څخه دتيښتې په وخت کې دسالنګ او جبل السراج په کليو اوبانډو په درندو توپونو اوډول ډول توغنديوسره بريد وکړ  چې له امله يې  ددغو سيمو څه دپاسه يوزرو دوه سوه تنه  بيګناه خلک شهيدان شول  .

اروا دي ښاده او ياد يې  تل وي  !

 ددغې ورځې يادونه  زموږ دخلکو په حماسو ډک تاريخ کې يوه اړتيا ده  چې دازادي او انسانيت دلاري شهيدانو ته له درناوي او له تاغوت او استعمارله قيد اوبند څخه له خلاصون څخه سر چېنه اخلي .

ددغو خونړيو او وحشتناکو پيښو قربانيان هغه بې دفاع او مظلوم کليوالي اوسيدونکې وو  چې  دسره پوځ دپوځيانو شرمونکو وتلو ننداره يې کوله او دخپلو ميړنيو اواتلو خلکو په زړه ورتيا يې وياړ کاوه .

دافغانستان خلکو دزياتو کلونو لپاره  په تشولاسونو ، بربنډوپښو  او په  وږو ګيډوسره يې دسره پوځ ديرغلګرو په وړاندې په جهاد او مقاومت لاس پوري کړ او ددوي له سيمو څخه دسره پوځ دوتلو پيل په حقيقت کې  ددوي دجها د او مقاومت دبرياليتوب زيري ورکوونکې و.

زه په داسې حال کې چې ددغې  خونړۍ ورځې  ټولو شهيدانو اودافغانستان دخلکو دملي مقاومت او جهاد دلاري  ټولو شهيدانو ته دعا کوم  دخپل هيواد  دشهيدانو ټولو کورنيو ته دډاډګيرنې اوخواخوږي مراتب څرگندوم.

باور لرم چې دسيمې ديرغلګرو اوتاغوتيانو په وړاندې زموږ دخلکو دملي مقاومت او جهاد په خونړۍ حماسه کې   دافغانستان دخلکو دمعاصر تاريخ زرينه پاڼه ډکوي  چې راتلوونکې نسلونه به په وياړسره هغه ونمانځي اودرناوي يې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته