تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د جمهوریت او نظام د دفاع واحد سنګر

کابل/ د چنګاښ ۱۰مه/ باختر
د ملي روغې جوړې عالي شورا پرون د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه وکړه. په غونډه کې د جمهوریت او نطام د دفاع په ګډ سنګر کې د ټولو پر درېدو ټینګار وشو. د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
له هېواده د بهرنیو ځواکونو په وتلو اوهمدارنګه په ګڼو سیمو کې د جګړې په تودېدو سره افغان د ښمنو کړیو داسې ډونډورو ته زور ورکړی دی چې ګونې د افغانستان اوسنی نظام سقوط کوي، دولت له منځه ځي او وسله وال مخالفان بیا د اویایمو کلونو په څېر واکمن کېږي. د ځينو ولسوالیو ناببره سقوط له دغه راز ډنډورو سره یوڅه مرسته هم کړېده. منو چې نظام له ستر ګواښ مخ دی او د افغانستان د تاریخي دښمنانو موخه هم دا ده چې نظام سقوط وکړي. هغوی نه غواړي افغانستان د نظام خاوند وي، داسې نظام چې د ولسواکۍ پر اصولو او ارزښتونو ولاړ وي، له نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې ولري او افغانستان د پرمختګ پر لور رهبري کړي. دا د افغانستان د تاریخي دښمنانو اصلي هدف دی؛ خو یو ټکی روښانه دی اوهغه دا چې نظام په داسې حالت کې نه دی چې وسله وال مخالفان او یا هم د افغانستان تاریخي دښمنان وکولای شي هغه سقوط کړي. نظام پیاوړی دی او د خلکو او نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمن دی.
خو دا هم واقعیت دی چې نظام ته ستر ګواښ پېښ دی. لکه پورته چې وویل شول تاریخي دښمنانو د نظام سقوط ته ملاتړلې ده. په دغه راز حالت کې باید ټول ملت د نظام او جمهوریت د دفاع په واحد سنګر کې کلک او یوموټی ودرېږي. اوس د دې وخت دی چې ټولې سیاسي ډلې، ګوندونه، مشران، مدني فعالان، خبریالان، دیني عالمان، قومي مشران او مخور – لنډه دا چې ټول او ټول باید د جمهوریت او نظام د دفاع په ملي سنګر کې سره راټول شي. د نظام او جمهوریت په دفاع کې د ټولو ګټې نغښتې دي، د نظام او جمهوریت په دفاع کې د ټولو ژوند، پت اوعزت نغښتی دی، د جمهوریت او نظام په دفاع کې د خلکو بشري حقونه او آزادۍ نغښتې دي. له دې امله ټول باید هرډول سیاسی، سلیقه یي، مذهبي، سمتي، ژبني او نور اختلافات یوې خوا ته کېږدي او د یوموټي او متحد ملت په توګه د جمهوریت او نظام په دفاع کې کلک ودرېږي. که څوک په دغه راز واحد سنګر کې له درېدو ډډه کوي او ډول ډول پلمې جوړوي؛ نو مانا یې داده چې دوی ته ملي ګټې د توت پاڼې هومره ارزښت هم نه لري. نن د هېواد پالنې معیار، د جمهوریت او نظام دفاع ده، نن د هېواد پالنې معیارد جګړې د پای ته رسولو او سولې ټینګولو لپاره کار او هڅې دي.
دا هم واقعیت دی چې افغانان د جمهوریت او نظام د دفاع پر تاریخي اړتیا او ضرورت ډېرښه پوهېږي او د دغه ستر ملي مسوولیت د سرته رسولو لپاره بشپړ تیاری لري. د افغانانو ملي احساسات او ولولې د قدر وړ دي؛ خو موږ باید په دغه ډېر حساس پړاو کې هوښياراوسو او هېچا ته اجازه ورنه کړو چې د خلکو له پاکو احساساتو او ولولو ناوړه ګټه واخلي او بیا د ټوپکوالۍ توره او کرغېړنه دوره پر هېواد راولي. که موږ د جمهوریت او نظام دفاع او ننګه کوو؛ نو مانا یې ټوپکوالۍ ته ستنېدل نه دي. خلک له بې مسوولیته وسله والو کرکه لري اونه غواړي چې دوی له اوسني کړکېچن حالته ناوړه ګټه پورته کړي او هېواد له بربادۍ سره مخ کړي. د نظام او جمهوریت دفاع او ننګه د بې مسوولیته وسله والو ډلو رامنځ ته کول او پياوړي کول نه دي. موږ باید اجازه ورنه کړو چې پر اوسنیو ګواښونو سربېره یو بل ګواښ او سرخوږی رامنځ ته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته