امنیت

د جوزجان امنيه قوماندان: په جوزجان کې د جنايي جرمونو کچه ټيټه شوې ده

کابل /د تلي ٢٦مه /باختر
د جوزجان امنيتي مسوولين وايي چې په هېواد کې د اسلامي امارت په برياليتوب سره د جوزجان امنيتي ځواکونو د تېرې يوې مياشتې په بهير کې ٦٤ تنه په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نيولي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان ملا سراج د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه کسان د وژنې، انسان تښتونې ،غلا او د نشه يي توکو د قاچاقو او پلورنې په تور د اسلامي امارت د مجاهدينوپه څو هدفمندو عملياتو کې دوي له خپلوپټنځيو څخه ونيول اوله هغوى څخه نشه يي توکي او پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
د جوزجان امنيه قوماندان وويل چې په دغه ولايت کې د جنايي جرمونوکچه د تېرو دوومياشتو په پرتله کمښت موندلى دى.
سراچ وويل: د دوى له پيچلو عملياتو څخه د دوو تنو نيول دي چې په دې وروستيو وختوکې دوه نجونې تښتولې وې .
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته