ټولنه

د جوزجان اوسېدونکو د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړ وکړ

کابل /د ليندې ٣مه /باختر
د جوزجان ولايت په سلګونو اوسيدونکو پرون په يوه غونده کې له اسلامي امارت سره خپل ملاتړاعلام وکړ.
هغوى وايي دهرې ورځې په تېرېدوسره ارامي ،مينه او د يو بل منل په زړه سر سره حس کوي.
ديني عالم مولوي احمدشاه د باختراژانس خبريال ته وويل: کله چې په هېواد کې اسلامي امارت بريالي شول عدل او انصاف تامين شو اوخلک د يوې اسلامي ټولنې ارامي ترلاسه کړه.
دهغه د څرګندونوله مخې؛ د دغه شان اسلامي نظام ټينګښت دهرمسلمان غوښتنه ده.
د جوزجان اوسيدونکى مولوي متقي وويل چې په سراومال سره د دغه اسلامي نظام چې اشغال يې پاى ته ورساوو او مسلمانان يې له ظلم څخه خلاص کړل ،ملاتړکوي.
د جوزجان والي داملاشعيب رسالت وويل: دغه نظام د خلکو دغوښتنو او ارادې پربنسټ رامنځته شوى دى چې د دغه نظام ملاتړ دهر افغان مسووليت دى.
د جوزجان د والي د څرګندونوله مخې؛ د اشغال د پاى ته رسولو او د اسلامي نظام د ټينګښت لپاره سترې اسلامې هڅې د ستاينې وړدي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته