ټولنه

د جوزجان خلک : د اسلامي امارت ملاتړ دهرهېوادوال مسووليت دى

کابل /د تلي ٤مه /باختر
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ خلک وايي د اسلامي امارت د ځواکونوپه شتون سره په دغه ولايت کې د وسله والوغلاو ، انسان تښتوونواوهدفمندو وژنو مخه نيول شوې ده.
د جوزجان د اقچې ولسوالۍ اوسيدونکى عبدالرازق د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: له هغه وخته چې د اسلامي امارت ځواکونه د دغې ولسوالۍ د امنيت د تامينولو مسووليت په غاړه اخيستي دى په دغې ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د قاچاقو،انسان تښتونې او د هدفمندو وژنو مخه نيول شوې ده.
د اقچې ولسوالۍ يو بل اوسيدونکى محمد حسين وايي د دغې ولسوالۍ امنيتي حالت د اسلامي ځواکونو په شتون سره ښه شوى دى.اوپه دغې ولسوالۍ کې هيڅ امنيتي انديښنه شتون نه لري.
په جوزجان کې د اسلامي امارت يو جګپوړى قوماندان عمري وويل چې د جوزجان د مرکزاو د اړوندو ولسواليو د امنيت د تامينولو لپاره کافي ځواکونه په واک کې لري اوخلک بايد له کومې انديښنې پرته خپل ژوند ته دوام ورکړي.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته