خبرونهروغتیا

د جوزجان دعامې روغتيا رياست په دغه ولايت کې د يوې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ

٣٩- کابل/ د مرغومي٢٨مه / باختر
د جوزجان دعامې روغتيا رياست په دغه ولايت کې د يوې وژونکې ناروغۍ دخپرېدو خبر ورکړ او ويې ويل؛ د تيرې اوونۍ په بهيرکې دوه ماشومان په دغې ناروغۍ د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.
د جوزجان د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالغفار خوشيوال د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ناروغۍ د خانقا ولسوالۍ د الکرباط په کلي کې خپره شوې ده چې زياتره له پنځه کلنۍ ښکته ماشومان پرې اخته شوي دي.
هغه زياته کړه: دعامې روغتيا رياست ، د صف دفتراو د دغه ولايت د سرې مياشتې له خوا يوه ډله ډاکتران ګومارل شوي دي سيمه له نږدې وڅاري او لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دغه کلي د پنځوسو کورنيو ماشومانو په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
خوشيوال زياته کړه چې دغه ناروغۍ کرونا نه ده بلکې د سالنډۍ ناروغې ده چې د ستونې له سخت درد څخه پيل او له هغې سره جوخت تانسلونه مکروبي کېږي او وژونکي هم ده.
د جوزجان د عامې روغتيا رييس د څرګندونوله مخې، تراوسه دوه ماشومان د دې ناروغې له امله مړه شوي دي او موږ د لازمو تدبيرونو د نيولو او د دغې ناروغۍ د زياتې خپرېدو د مخنيوي لپاره د افغان – ترک د دوستې په روغتون کې ١٠ بسترې او په ولايتي روغتون کې ١٠ بسترې چمتو کړي دي.
هغه وويل په دې ناروغۍ د ٥ اخته ماشومانو سمپلونه اخيستل شوي دي که چېرې څرګنده شي دغه ناروغۍ دفتري ده د جوزجان د خلکو ژوند د دغې ناروغۍ له جدي خطر سره مخ دى او د زياتو عمرلرونکو کسانو د اخته کېدو د خطر امکان هم شته.
د جوزجان دعامې روغتيا رييس څرګنده کړه که چېرې تثبيت شي چې دغه ناروغي دفتري ده دهغه درمل په بازار او دعامې روغتيا په رياست کې دلاسرسي وړ نه ده.
هغه زياته کړه موږ موضوع دعامې روغتيا وزارت او د نړۍ روغتيايي سازمان له مقاماتو سره شريکه کړه چې په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
خوشيوال څرګنده کړه د دفتري ناروغۍ انتي توکسين درملو ته اړتيا لري چې د زياتره په روغتيايي برخه کې هغه د دفتري د انتي توکسين په نامه يادوي او دغه درمل ډير لږ پيدا کېږي.
هغه هيله څرګنده کړه چې په دې ناروغۍ د زياتو ماشومانو د اخته کېدو مخه ونيسي.
پاى \ ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته