امنیت

د جوزجان د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزي يوکارکوونکى ونيول شو

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د جوزجان دجنايي جرمونوسره د مبارزي د مديريت يوکارکوونکى د بډې اخستنې په وخت کې لاس په لاس ونيول شو.
د جوزجان امنيه قوماندان داملا سراج باختراژانس ته وويل: د جنايي جرمونوپرخلاف د مبارزي مديريت دغه کارکوونکى نن د لس زره افغانيو د بډې اخيستلوپه وخت کې لاس په لاس ونيول شو.
دجوزجان امنيه قوماندان د څرګندونوله مخې، د اسلامي امارت په نظام کې بډې اخېستل حرام دى او له هغوکسانو سره چې په دغه شان عمل لاس پورې کړې د اسلامي شريعت پربنسټ چلنج ورسره کېږي.
سراج زياتوي هغو کسانو چې په پخوانى حکومت کې په دغه شان عملونولاس پورې کړي اوس هم غواړي د اسلامي امارت د بدنامه کولولپاره دغه شان کارونه وکړي خود کشفي ځواکونو له منګولوڅخه نه خلاصېږي.
د جوزجان يوشمېر خلک د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلى وکړ او ويې ويل يوشمېر پخواني کارکوونکي د اسلامي امارت له ښه چلند څخه ناوړه استفاده کوي چې بايد ونيول شي اومجازات شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې مخکې له دې د جوزجان سيمه ييزو اوامنيتي مسوولينو ويلې و له هغوکسانوسره چې په اداري فسادلاس پورې کوي قانوني چلندکوي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته