ټولنه

د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ په سړک د کريړ اچولو کاربشپړ شو

کابل / د لړم٥/ باختر:
د جوزجان د خواجه دو کوه ولسوالۍ د سړک د اوارولو او کريړ اچولو کار نن بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دخواجه دو کوه ولسوالۍ ښاروال محمد نعميم نعماني باخترآژانس خبريال ته وويل:
دغه سړک د څه د پاسه ٣٧٠٠ مترو په اوږدوالي او ٥ مترو په سور د سويډن کمېټې
په مالي مرسته د څه د پاسه ٤ ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه، د دغې پروژې په ګټې اخيستنې سره په دې ولسوالۍ کې د سلګونو کورنيو ستونزې حل شوي دي .
د جوزجان د فوايد عامي رياست استازي مولوي محمدعيسي فيضي وويل؛ د جوزجان په مرکز او ولسواليو کې د پرمختيايي پروژو د تطبيق او څارنې په مقصد پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې په نږدې راتلوونکي کې به عملي شي.
دهغه د څرګندونوله مخې؛ د پروژو د تطبيق څارنه، د کيفيت ضمانت، د پروژو ساتنه او څارنه او په خپل وخت د خدمتونو وړاندې کول د دې ادارې په کاري لومړيتوبونو کې دي.
د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ د چاردرې د کلي اوسيدونکى عبدالحميد خاکسار باخترآژانس ته وويل؛ مخکې له دې چې دا پروژه تطبيقه شي هر کال د سړکونو د خرابوالي له امله ترافيکي پېښې او د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه ډيره زياته وه چې اوس دغه ستونزه حل شوې ده.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته