ټولنه

د جوزجان د درزاب اوقوشتيپې د ولسواليو خلکو د افغانستان د اسلامي امارت ملاتړوکړ

کابل /د ليندې ٨مه/باختر
د جوزجان ولايت د قوشتيپې او درزاب د ولسواليو د ښوونځيو اود ديني مدرسو استادانو اوعالمانود دغه ولايت د پوهنې رياست له فعاليتونو په قدرداني سره د افغانستان له اسلامي امارت سره هم خپل ملاتړڅرګند کړل.
په هغومراسمو کې چې په جلا جلا ډول په دغو ولسواليو کې پرځاى شوې و، د دغو ولسواليوخلکو له اسلامي امارت سره خپل ملاتړاعلام کړ.
د جوزجان ولايت د پوهنې رييس مولوي محمدطاهر جواد د دغو ولسواليود ديني مدرسواوښوونځيو د مهمو او ګټورو فعاليتونو په اړه د خبرو په ترڅ کې وويل: د دغه هېواد بچيان ښوونې اوروزنې ته زياته اړتيا لري.
د دغه هېواد د بچيانو د سالمې روزنې په برخه کې هڅې اوکوښښونه ستر مسووليت اوملي او ايماني وجيبه ده او د ښوونځيو امرين او د مدرسومسوولين په دې لاره کې مهم اواساسي رول لري چې دغه سترمسووليت په اساسي ډول ترسره کړي.
هغه د دغو ولسواليو مسوولينو اوخلکو ته ډاډ ورکړ هرڅه چې په توان کې لري د دغو ولسواليو د ښوونځيواوديني مدرسو د اړتياوو د لرې کولوپه لاره کې به ونه سپموي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته