اقتصاد

د جوزجان د قرقین ولسوالۍ د کلفت بندربیا فعالېږي

کابل / د لیندی / ۱۵ / باختر
په جوزجان کې سیمه ییزمسوولین وايي چې د جوزجان د قرقین ولسوالۍ د کلفت بندرچې د ترکمنستان او افغانستان په پوله کې موقعیت لري بیا فعالېږي.
د جوزجان د قرقين ولسوالۍ سرحدي قوماندان ملا جوره د باخترآژانس خبریال ته وویل چې د کلفت بندر د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ پوله کې یوله تاریخي بندرونوڅخه دی او بیا فعالول یې د افغانستان د اقتصاد په وده کې مثبت اغیزه لري.
ملاجوره زیاته کړه چې د دغه سوداګریز بندر په فعالېدوسره د هېواد ښاریانوته به د کارفرصت برابر شي.
هغه وویل چې په هرات کې د تورغندي او په اندخوی کې د آقینې له بندر وروسته د کلفت بندرپه هېواد کې دریم سوداګریز بندر دی چې د فعالولو لپاره یې هلې ځلې دوام لري.
د جوزجان یوشمېراوسېدونکو د اسلامي امارت دغه اقدام وستایه او کلفت بندرفعالول یې د اقتصاد په وده او د کاري فرصتونو د برابرولو په خاطرمهم وباله.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته