ټولنه

د جوزجان مسوولين د خيالي معلولينو په لټه کې دي

کابل/ د ليندۍ١٧مه / باختر:
د جوزجان مسوولين د هغو خيالي او حقوق اخيستونکو معلولينو د موندلو او جلا کولو لپاره د هلوځلو خبر ورکړ.
ويل کېږي په جوزجان ولايت کې په سلګونه خيالي معلولين شته چې پخوا د دوى حقوق د مشخصو کسانو جيبونو ته تلل.
د جوزجان د شهيدانو اومعلولينو آمرمولوي شبيراحمد مقصودي باختراژانس ته وويل؛ د دې لپاره چې وکولاى شو رښتينومعلولينوسره مرسته وکړو بايد خيالي معلولين د حقوق اخيستونکو له ليست څخه وباسو.
له بله پلوه په پخواني حکومت کې د معلولينو او روغو کسانو لپاره د حقوقو د ورکولو لارې چارې تل تر انتقاد لاندې نيول شوي دي.
مولوي مقصودي وايي چې پخواني حکومت په سلو کې لس معلولينو او نوي سلنه روغو کسانو ته حقوق ورکول.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، په جوزجان کې د معلوليت لرونکو کسانو د پلټنې بهير او دهغوي د سندونو څېړنه پيل شوې ده.
په همدې حال کې په جوزجان کې يوشمېر معلولين وايي چې دوى په بدو اقتصادي شرايطو کې دي او حکومت بايد د دوى حقوق په خپل وخت ورکړي.
له بله پلوه هغوي اسلامي امارت څخه غواړي چې دوي د بشردوستانه مرستو تر پوښښ لاندې ونيسي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د پخواني حکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له برياليتوب وروسته معلولين هيڅ حقوق نه دي ترلاسه کړي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته