ښوونه او روزنه

د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د یو ښوونځی ودانۍ پرانیستل شوه

کابل / د وږي ۳۰ / باختر
د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د اکتیدموسسې ولایتي مسوول انجنیرامان الله امین د باخترآژانس خبریال ته وویل چې دغه ښوونځی د اکتید موسسې د کلیوالۍ پرمختیايي اقتصاد د پروژې له بودجې څخه د څه نا څه ۲ میلیونوافغانیوپه لګښت جوړشوی دی.
هغه زیاته کړه چې دغه ښوونځی ۱۲ درسي ، اداري خونه او نور اړین ملحقات لري او په دوو وختونوکې د څه نا څه ۲۰۰۰ زده کوونکوځای لري.
د جوزجان د پوهنې رییس مولوي محمد طاهرجواد د جوزجان په آقچې ولسوالۍ کې د دغه ښوونځى د ودانۍ د پرانیستلوپه وخت کې خوښي څرګنده کړه او وېې ویل چې همدا اوس په جوزجان کې ۴۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او یوشمېر زده کوونکي ترخېمې او پرانیستې فضا کې په زده کړې بوخت دي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته