خبرونهښوونه او روزنه

د جوزجان په افغان ترک لیسه کې د هلکانو یو کتابتون جوړ شو

٣١- شبرغان / د لیندۍ / ۲۲/ باختر
د ترکیې د پوهنې بنسټ د شبرغان د هلکانو په لیسه کې یو کتابتون جوړ کړ.
د باختر اژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې، دغه کتابتون د ترکیې په مالي مرسته د دېرشو زرو امریکایی ډالرو په لګښت جوړ او د جوزجان د والي لطف الله عزیزي، د شبرغان د افغان ترک د ښونځي د مرستیال جنیدالله ازهر امنیي او یو شمېر سیمه یېزو مسوولانو په ګډون د پټۍ په پرې کولو سره پرانیستل شو.
دغه کتابتون د درې زره کتابتونو ظرفیت لري او اوس د دغې لیسې زده کوونکوته د لوستلو لپاره دوه زره عنوانه ټوکه کتابونه برابر شوي دي .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته