امنیت

د جوزجان په محبس کې د بندیانو ستونزې له نږدې وڅیړل شوې

کابل/ د مرغومي ٢١مه / باختر:
د جوزجان د محبسونو د چارو د تنظيم رييس مولوي محمد يوسف مستري په لارښوونه يوه پلاوي نن د جوزجان د زندان له بېلابېلو څانګوڅخه ليدنه وکړه.
د باخترآژانس دخبرله مخې : د دې کتنې موخه د بنديانو د ستونزوحل ، په وخت د دوسيو څيړنه او د دغه ولايت د محبس د کارونو ارزونه وه .
مولوي عبدالفتاح فاتح چې د دغه پلاوي مشري کوي وويل، د دغه سفراصلي موخه له زندانيانو سره کتنه ، د ژوند د شرايطو څېړل، له بنديانو سره چلند او د جوزجان د زندان د ستونزو هوارول وو.
د هغه په وينا، له دې وروسته به د زندانيانو دوسيې ډير ژر وڅېړل شي او د زندانيانو ستونزې به هوارې شي.
یو شمېر بندیانو د جوزجان په زندان کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د چلند ستاینه وکړه او ټينکار يې وکړ چې د دوی نسبتي دوسیې دې د شرعي احکامو په رڼا کې وڅېړل شي.
د جوزجان له زندانيانو څخه حاجي محمد رحيم وايي، د جوزجان په زندان کې هېڅ ډول ستونزې نشته او مجاهدين له بنديانو سره ښه چلند کوي او يوازينۍ ستونزه يې دا ده چې دوسيې يې پر وخت نه څېړل کېږي.
د جوزجان د محبس مدير مولوي محمد شريف شاکري وويل، چې د دغه ولايت د زندان ټولې ستونزې يې له کابل څخه راغلي پلاوي سره مطرح کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به ورته رسيدګي وشي.
د جوزجان د محبس د مدير په وينا، د بنديانو د نسبتي دوسيو څېړل د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه و، چې په هر اړخيزه توګه مطرح شو.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ياد پلاوى له جوزجان وروسته د سرپل او فارياب د زندانونو وضعيت هم څېړي او د هغوى د ستونزو د هواري لپاره اقدام کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته