ټولنه

د جوزجان ښوونکو د زمري د مياشتې معاشونه واخيستل

کابل / د لړم٩/ باختر:
د جوزجان د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت د پوهنې رياست ټولو ښوونکو او اداري کارکوونکو دزمري دمياشتې معاشونه واخيستل.
د جوزجان د پوهنې رييس محمدطاهر جواد د باخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل؛ دغه اداره هلې ځلې کوي چې په لنډ ممکن وخت کې د دغه ولايت ښوونکي د وږي د مياشتې معاشونه هم واخلي.
د جوزجان د يوه ښوونځي يو ښوونکى محمد حسن د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو له امله مننه او قدرداني وکړه او د اسلامي امارت له مسوولينو يې وغوښتل چې په راتلوونکو مياشتو کې هم د ښوونکو د معاشونو د ورکولو لپاره هلې ځلې وکړي.
\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته