خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د جګړې تجربه ناکامه ده

کابل/ د چنګاښ ۲۲مه/ باختر

د هېواد په ګڼو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی. وسله والو مخالفانو پوځي خوځښت پيل کړی دی او په ځینو برخو کې یې پرمختګ هم کړی دی؛ خو دا پرمختګ د بشپړ بري مانا نه لري او نه د جګړې معادله په اوږد مهال کې د دوی په ګټه بدلولی شي. د جګړې تجربه ناکامه ده. د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکی:

که وسله وال مخالفان ګڼي چې د څو ولسوالیو نیول او د یو شمېر ولایتونو مرکزونو ته نږدې کېدل به دوی ته د بشپړ بري چانس برابر کړي؛ نو دوی ستره تاریخي اشتباه کوي. لومړۍ مهمه خبره دا ده چې د څوولسوالیو او پوځي قرارګاوو نیول د افغانستان په اوسنۍ نظامي او جنګي معادله کې د وسله والو مخالفانو په ګټه کوم ستراتېژیک بدلون رامنځ ته کولای نه شي. دا کار له نظامي اړخه امکان نه لري. او د دې ادعا لپاره منطقي دلایل شته. د افغانستان حکومت غښتلی وسله وال پوځ لري. د دغه پوځ افسرانو او سرتېریو په مجهزو نظامي مرکزونو کې پوځي روزنه لیدلې ده. ځینو په بهر کې هم روزنه لیدلې ده. د افغانستان د وسله والو ځواکونو نظامي او جنګي روزنه د ناټو،  اروپا او امریکا له معیارونو سره برابره ده او دا معیارونه اوس په نړیواله کچه تر ټولو بریالي شمېرل کېږي، یانې د ناټو او امریکا پوځي معیارونه اوس تر ټولو ښه او بریالي او د جګړې او پرمختللې تکنالوژۍ له اوسمهالو غوښتنو سره برابردي.

پر روزنې سربېره د افغانستان وسله وال پوځ ښه امکانات هم لري، پر پلیو ځواکونو سربېره، هوایي ځواک هم لري. دهوایي ځواک پيلوټانو او نورو کارکوونکیو په بهر کې زده کړې کړي دي او ښه مهارتونه لري، ورځ اوشپه پوځي عملیات تر سره کولای شي.

له ښې روزنې او تخنیکي امکاناتو سره جوخت د افغانستان د وسله وال پوځ مدیریت او رهبري هم د نظامي  اصولوپه رڼا کې ترسره کېږي او دا مدیریت او رهبري د جګړې دعلمي اصولو پربنسټ پر مخ ځي، پياوړی دسیپلین شته او منظمه قومانده. همدارنګه د وسله وال پوځ د اړوندانو روحیه ډېره لوړه ده او دوی هره شېبه د هېواد د دفاع لپآره هر ډول قربانۍ اوسرښندنې ته چمتو دي.

که موږ دا معیارونه راواخلو او له وسله والو مخالفانو سره یې پرتله کړو؛ نو لیدل کېږي چې دا دواړه لوري په هېڅ ډول د پرتلې وړ نه دي. مقابل لوری منظم قطعات نه لري او خبره یې د انډیوالۍ پر اصل ولاړه ده( د دغه انډیوالان او د هغه انډیوالان). دوی یوازې د ترپ اوخرپ په عملیاتو کې یو څه کولای شي؛ خو د ترپ اوخرپ عملیات چې تر شایې منظم ځواک نه وي، کومه ستراتېژیکه بریا نه شي تر لاسه کولای. په کلیو، دښتو او لرې پرتو غرنیو سیمو کې د ترپ او خرپ عملیات او د جلا جلا پوستو په نښه کول یوه خبره ده او د لویو ښارونو نیول او اداره کول بیا بله خبره ده. د ترپ اوخرپ چریکي ډلې کله هم د لویو ښارونو د نیولو وړتیا نه لري او که د تصادف له مخې یې ونیسي؛ نو بیا یې اداره کولی نه شي.

پر دغو ټولو سربېره، په سیمه او نړۍ کې اوسنۍ روحیه د جګړې په ګټه نه ده. ټول لګیا دي د سولې چغې وهي، د سولې  لپاره پر سیمه ییزې اونړیوالې اجماع کار کوي، د جګړې شعار خریدار نه لري او که هر څوک د جګړې پر دوام ټینګار کوي؛ نو مانا یې دا ده چې له سیمې اونړۍ سره ټکر او تقابل ته دانګي. په دغه راز تقابل او ټکر کې بیا د کوم ځانګړي هېواد ملاتړ ګټه نه شي رسولی.

دغو ټولو ته په کتو باید دا واقعیت ومنل شي چې جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده، د جګړې تجربه ناکامه ده او باید د سولې پر هڅو او کوښښونو تمرکز وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته