سیاست

د جګړې په اړه یو روښانه بحث ته اړتیا ده

کابل / د غویي ۲۶ مه / باختر
له بده مرغه جګړې په دغو وروستیو اوونیو کې ډېر زور اخیستی دی او د افغانستان له ګوټ ګوټه د بریدونو او وژنو رپوټونه خپرېږي. په دغه دراز حالت کې د جګړې په اړه یو واضح او روښانه بحث ته اړتیا ده.
د باختر آژانس مفسر د دغه راز بحث اړتیا ته کتنه کړې ده او لیکي:
تر ټولو ډېر خونړي بریدونه به کابل کې پر يو روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر لمانځه وشول او خورا درنه مرګ ژوبله یې واړوله. طالبانو د روانې جګړې د یو اصلي لوري په توګه په دغو بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړل. ټولې ګوتې داعش ته نیول کېږي.
د امریکایي لوړپوړیو چارواکیو په خبرو کې هم داعش مسوول ګڼل شوی دی او پر حکومت او طالبانو یې غږ کړی چې دواړه لوري په ګډه د دغو بریدونو د مسوولانو پر خلاف اقدام وکړي. د افغانستان چارواکیو بیا د مسوولیت ګوته طالبانو ته نیولې ده او وایي چې همدغو د جګړې د دوام لپاره بستر برابر کړی دی او اصلي مسوولیت د دوی پر غاړه دی.
دا ډول ډول او تر ډېره متضاد دریځونه جوتوي چې د جګړې په اړه پوره وضاحت نشته. دوه خبرې دي: لومړۍ دا چې په رښتیا هم دا خبره په یو ډول ابهام کې ده او څوک نه پوهېږي چې اصلي مسوول څوک دی. دویمه خبره دا چې ځیني په لوی لاس هڅه کوي اوبه خړې کړي او کبان ښکار کړي، دوی په لوی لاس غواړي یو راز مبهم حالت رامنځ ته کړي او خپل کرغېړن اهداف ترلاسه کړي.
دغه راز مبهم حالت او همدارنګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې وروستۍ موافقې  ته په کتو، د جګړې په اړه یو روښانه او څرګند بحث ته اړتیا ده، داسې بحث ته چې په هغې کې د وروستیو بریدونه پر ټولو اړخونو خبرې وشي او اصلي مسوولین یې په ګوته کړای شي.
له بده مرغه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې لا پيل شوې نه دي او نه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په لاسلیک شوې موافقه کې داسې کوم میکانیزم په پام کې نیول شوی چې د هغه په رڼا کې په دغه راز اضطراري حالاتو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تماس او تفاهم موضوع ته ځای ورکړل شوی وای.
زموږ په اند درې واړه لوري افغان حکومت، طالبان او امریکا باید د جګړې په اړه یو واضح بحث رامنځ ته کړي. د بحث رامنځ ته کول د دې مانا نه لري چې ګنې ټول موضوعات حل شوي دي او دوی بشپړ توافق ته رسېدلي دي.
توافق ته رسېدل ډېر کارغواړي او ښایي ډېر وخت ونیسي؛ خو لږ تر لږه د دغو وروستیو بریدونو او همدارنګه نورو ورته بریدونه په اړه باید په اضطراري حالاتو کې بحث ترسره شي.
که طالبان وایي چې دوی په دغه راز بریدونو کې لاس نه لري او دا د بل چا کار دی او افغان چارواکي د پړې ګوته طالبانو ته نیسي او امریکا بیا دواړه همکارۍ ته وربولي، نو باید یو روښانه بحث رامنځ ته شي او په هغه کې د درې واړو لوریو پوځي مسوولین ګډون وکړي او د شواهدو او اسناو پر بنسټ د خپلې ادعا د سپیناوي لپاره دلایل وړاندې کړي.
دا سمه او پرځای نه ده چې هر لوری د مسوولیت له منلو اوږه خالي کړي، ځان بې ګناه او نور پړه وبولي. جګړې زور اخیستی دی او د دغو بریدونو اصلي قربانیان عادي افغانان دي.
په دشت برچی کې پر روغتون برید کې امیندوارې میندې، ډاکټران او نوي زېږېدلي کوچنیان ووژل شول.
په ننګرهار کې د جنازې پر لمانځه ولاړ عادي کلیوال ووژل شول. دا ستر بشري ضد جنایت دی او باید عاملان یې عدالت ته راکښل شي او دا کار هغه مهال ممکن کېدای شي چې د جګړې په اړه یو واضح بحث رامنځ ته شي.
پاى/ن.ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته