خبرونهامنیت

د حامد کرزي نړیوال هوايي دګر د الوتنې پرمخ وتړل شو

کابل / د لیندی ۲۲ / باختر
د حامد کرزی په نړیوال هوايي ډ ګرکې یوخبرځای وايي چې دغه هوايي ډګرنن سهار د څلورو توغندیو د لګېدو ډګر و.
دغه خبرځای چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې ٤ توغندي د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګرپه بېلابېلو برخو کې لګېدلي دي چې د سرزیان نه درلود خو د کام ایرشرکت یوه الوتکه ویجاړه کړې ده.
د خبرځای د څرګندونو له مخې، دغه هوايي ډګر د اوس لپاره د آلوتنو پر مخ تړل شوی دی او ښايي چې ترڅونورو ساعتونولپاره دغه هوايي ډګر په خپل فعالیت پیل وکړي.
نن سهار د خیرخانې مینې د لب جر له ساحې څخه څو توغندي له یوټکسي موټرڅخه د کابل په بېلا بېلو برخو توغول شوي دي چې څلور توغندي یې د حامد کرزي په نړیوال ډګرکې لګېدلي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته