اعلامیه

د حکومتي تاسیساتو په اړه د ملي دفاع وزارت خبرتیا

کابل / د تلې ۳ مه / باختر
د ټولو ولایتونو مسوولینو ته خبر ورکول کېږي چې کومې قرارګاوې، پوستې او نور مرکزونه چې فتح شوي، د ملي دفاع وزارت له اجازې پرته یې پلورل او نړول په قاطع ډول بند دي، ټول مسوولین دې د دغه کار مخنیوی ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به ځايي مسوولین ځواب وايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته