خبرونهامنیتفرهنګTOP

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس او د هېواد د نامتو رسنیز فعال دواخان مینه پال د ترور په اړه د  اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه د خواشینۍ پیغام

کابل/  د زمري ۱۵مه/ باختر

په ډېرې خواشینۍ موخبرترلاسه کړ چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس او د هېواد د رسنیز ډګر فعال او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ښه همکار نن له غرمې وروسته په کابل کې په داسې حال کې چې د جمعې لمانځه د اداکولو لپاره جومات ته روان و، په ترهګریز برید کې ژوند بایلود.

دغه خبر موږ سخت خواشیني کړو او بشپړ باور  لرو چې  دغه خبر د هېواد د رسنیو کورنۍ هر غړی او ټول هغه خلک چې دا نېک او وطن پالی  شخصیت یې له نږدې پېژاند، سخت خواشیني کړي دي.

شهید مینه پال یو مهال د قندهار د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس و. همدارنګه څه موده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رییس هم و، بیا د جمهوري ریاست د ویندوی د مرستیال په توګه یې کار  وکړ او په دغو وروستیو کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس و. همدارنګه شهید مینه پال د خبریالانو او رسنیو د نورو کارکوونکیو د مالي ملاتړ صندوق په جوړولو کې د پام وړ نقش لاره او د دغه صندوق د مشرتابه غړی هم و. دی په خپلو اړوندو چارو کې د هېواد د یو رښتیني خدمتګار، رسنیر فعال او د بیان آزادۍ د پیاوړي ملاتړي په توګه ښه وځلېد.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د رسنیز ډګر د نامتو فعال ترور په کلکه غندي او د دغه برید عاملان د بیان آزادۍ او رسنیو دښمنان ګڼي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مینه پال مرګ د هېواد په رسنیز ډګر کې نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او ځان په دغه ویر او ماتم کې شریک ګڼي او د لوی خدای له درباره ورته د فردوس جنت او د ده کورنۍ او همدارنګه د هېواد د رسنیو کارکوونکیو ته د صبر او زغم هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته