خبرونهټولنه

د حکومت مشرتابه د تقاعد خزینې په عمومي ریاست کې د اصلاحاتو راپور واورېد

کابل/ د مرغومي ۲۹مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د مشرتابه غونډې د تقاعد خزینې لوی ریاست په بېلابېلو برخو کې پر اصلاحاتو بحث وکړ. په دغه غونډه کې چې نن مازیګر په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د تقاعد خزینې لوی ریاست مسوولینو د یاد ریاست په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو راپور غونډې ته وړاندې کړ. جمهوررئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته، په دغه اداره کې د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا او متقاعدینو ته په موقع د خدمت وړاندې کولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته