ورزش

د حیدر اباد د سنرایزرس ټیم د ممبي د اندینز له ټیم سره لوبه کوي

کابل / د وري / ۲۸/ باختر
د هند د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په دوام نن د حیدرابا د سنرايزرس ټیم د ممبي د اندینز ټیم سره لوبه کوي .
د هېواد د کرکټ بورد ویاند فرید هوتک د باختر اژانس خبر یال ته وویل چې د افغانستان د کرکټ درې ستوري راشد خان ، محمد نبي او مجیب الرحمن د حیدار اباد سنرايزرس ټیم لپاره لوبه کوي .
راشد او نبي په دغه لیګ کې د حیدر اباد د سنرایزرس ټیم په دوو لوبو کې ښه ځلېدلي وو خو مجیب تر اوسه په دغه لیګ کې ګډون نه دی کړی .
د دغو سیالیو په دوام د چیناي سوپر کینګس ټیم د پنجاب د کینګس له ټیم سره به تر څو دقیقو وروسته لوبه وکړي .
دغه سیالي تېره جمعه پیل شوې .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته