خبرونهامنیت

د خرم سارباغ لپاره د طالبانو د استخباراتو مسوول ونيول شو

٤٣- کابل /د سلواغې ٢٢مه /باختر
د سمنګانو د ملي امنيت منسوبينو تېره شپه په دغه ولايت کې د طالبانو د ډلې د استخباراتو يومسوول ونيوه.
د سمنګانو د ملي امنيت د رياست مطبوعاتي مسوول باختراژانس ته وويل چې د دغه ولايت د خرم سارباغ د لنګر د کلي اوسيدونکى ملا عبدالحليم په دغه ولايت کې د ملي امنيت د رياست د منسوبينو په عملياتو کې ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه له نيول شوي سړي څخه دوه کره بين ټوپکونه، يوه تومانچه او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
ويل کېږي نيول شوى سړى د خرم سارباغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتومسوول و .
خبرځاى وويل دغه سړى په دغه ولايت کې په څو تروريستي قضيو کې لاس درلود.
ختم_ ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته