تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د خلیل زاد سفر او د سولې بهیر برخلیک

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د افغانستان سولې بهیر لپاره د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استاز ډاکټر زلمی خلیل زاد نن کابل ته راورسېد. دی به په کابل کې له اړوندو مشرانو او مسوولانو سره وګوري او د دغو لیدو کاتو موضوع د سولې خبرو پر ټپه درېدلی حالت دی. ټول د سولې خبرو د برخلیک په اړه اندېښمن دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
زلمی خلیل زاد داسې مهال کابل ته راغلی دی چې په دوحه کې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو کې کوم هیله بخښونکی پرمختګ نه تر سترګو کېږي. د خبرو د پرمخ بیولو د طرزالعمل له تصویبولو وروسته ژمنه شوې وه چې له لنډې رخصتۍ وروسته به د خبرو اصلي پړاو پیل کېږي؛ خو دا ژمنه عملي نه شوه.
د افغانستان حکومت پلاوی په خپل وخت دوحې ته لاړ چې خبرې پیل کړي؛ خو د طالبانو پلاوي د دغه پړاو له پيل سره دومره لېوالتیا ونه ښوده او د خبرو مېز ته د کېناستو پر ځای یې د سیمې هېوادونو ته سفرونه پيل کړل. خبرې له بن بست سره مخ شوې او دا بن بست لا ترننه دوام لري.
که څه هم د دواړو لوریود پلاویو مشرانو او یو شمېر غړیو یو ځل سره وکتل او دواړو خواوو وویل چې دا کتنه په ښه فضا کې ترسره شوه؛ خو له دې سره سره کوم پرمختګ نه ترسترګو کېږي. لومړی پرمختګ باید د اجنډا تصویبول وي؛ دا کار لا تراوسه پورې نه دی شوی. افغان ولس لا د اجنډا لپاره د دواړو لوریو د وړاندې شویو موضوعاتو په اړه پوره او دقیق معلومات نه لري. داسې د یو ډول مبهم انتظار حالت رامنځ ته شوی دی. ټول لوري د یو ډول انتظار حالت کې دي: امریکایان وایي چې د دوحې موافقه له سره څېړي او ارزوي یې؛ خو د دغه ډول څېړنې او ارزونې پایلې لا نه دي معلومې.
همدارنګه ناټو هم د غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه غوڅه پرېکړه ونه کړه او دا پرېکړه یې بل وخت ته وځنډوله. ښایي ناټو هغه لاره غوره کړي چې امریکایان یې غوره کوي. که امریکا د دوحې موافقې له ارزولو وروسته پرېکړه وکړي چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي؛ نو ښایي ناټو هم د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي. خو که امریکایان د پاتې کېدو پرېکړه وکړي؛ له شک پرته ناټو به هم ورته پرېکړه وکړي.
طالبان هم د انتظار په حالت کې او دې ته سترګې پر لار دي چې د امریکا نوی حکومت د دوحې موافقې په اړه کوم دریځ غوره کوي. د افغانستان حکومت خو د دغې موافقې په اړه کوم حقوقي مکلفیت او الزامیت نه لري؛ خو له دې سره سره د دوحې موافقې په اړه د امریکا او ناټو پرېکړه ورته ستر ارزښت لري. د افغانستان د حکومت هیله او غوښتنه دا ده چې هره پرېکړه کېږي، هغه باید د افغانستان له شرایطو او ژوندیو واقعیتونو سره مطابقت ولري او د افغان ولس هیلو او غوښتنو ته ځواب وویلی شي.
د خلیل زاد ستر مسوولیت اوس دا دی چې د سولې په خبرو کې رامنځ ته شوی بن بست مات کړي او نوی خوځښت ورکړي. ښایي د ده د روان سفر یوه اصلي موخه هم دا وي. دی باید له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او طالبان وهڅوي چې دننه په افغانستان کې د جګړې ډګر د تودلو پر ځای په دوحه کې د خبرو ډګر تود کړي، د خبرو مېز ته وګرځي او پر ټولو مهمو مسایلو بحث پيل کړي.
د افغانانو لپاره تر ټولو مهمه خبره د روان بې ساري تاوتریخوالي درول او اوربند ته رسېدل دي. دا غوښتنه باید د خلیل زاد او همدارنګه د دواړو لوریو د پلاویو د خبرو د اجنډا په سرکې ځای ولري.
د افغان ولس هیله او تمه دا ده چې تاوتریخوالی ژر پای ومومي او د تلپاتې سولې په اړه جدي او رښتیني خبرې پيل شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته