امنیت

د خوست امنیتي وضعیت وارزول شو

۳- کابل / د سلواغې ٧ مه / باختر
د سيمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي خوست ته په سفر کې د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مسوولینو او ولایتي ادارې سره په کتنه کې امنیتي وضعیت وارزاوه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په غونډه کې د خوست امنیتي مسوولینو د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د راتلونکو پلانونو او طرحو په اړه یې معلومات شریک کړل.
په همدې حال کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس د یاد ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او ویې ویل چې د امنیتي بنسټونو ترمنځ همغږي د ثبات د لاټینګښت لامل کېږي.
په ورته وخت کې شمیم خان کټوازي د سوداګر او صنعت کارانو له مسوولینو سره هم وکتل او د دوی وړاندیزونه یې واورېدل.
سوداګر او صنعت کارانو وویل چې خوست د ځان بسیاینې پر لور روان دی او اوسمهال د دغه ولایت ډېری محصولات بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.
دوی وړاندیز وکړ چې سوداګرو او صنعت کارانو ته دې د خوست په صنعتي پارک کې د فابریکو جوړولو په موخه ځمکې ووېشل شي او دغه راز دې دوی ته د روغتیا او چاپېریال ساتنې جوازونو ورکړل شي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي د خوست د صنعت کارانو او سوداګرو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دوی د ستونزو د حل په موخه په نږدې راتلونکې کې یولړ اصلاحي پلانونه پلي کېږي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته