ټولنه

د خوست د فوايد عامې په رياست کې اور لګېدلى دى

کابل/ د غویي2٢مه / باختر
د خوست د فوايد عامې رياست څوموټرونه او د سړک جوړولو ماشين آلات وسوځېدل.
اور تېره شپه د فوايد عامې رياست د تاسيساتو له يوې برخې څخه پيل او وروسته يې پراختيا وموندله.
د خوست د فوايد عامې رياست يوه مسوول نوربادشاه باختراژانس ته وويل: په دې اور لګېدنه کې ٩ موټرونه او سړک جوړولو وسايل وسوځېدل.
د دې اورلګېدنې علت معلوم نه دى.
د خوست پوليسو په دې اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړ.
پاى \ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته