اقتصاد

د خوست د هوايي ډګر چارې په بشپړېدو دي

کابل/ د کب ۱۲ مه/ باختر
د خوست د هوايي ډګر امر عبدالصمد تڼیوال وايي چې پر دغه هوايي ډګر ۸۸۹ مېلیونه افغانۍ لګښت کېږي چې په پنځو پړاونو کې یې د ځینو پروژو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او بودجه یې د ملکي هوايي چلند ادارې له انکشافي برخې څخه ورکول کېږي.
د ټڼیوال د څرګندونو له مخې؛ د خوست هوايي ډګر د دغه ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند د سیګۍ په نامه دښته کې په ۲۶۲۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي، د هغه په خبره د ولسمشر محمداشرف غني د حکم پراساس د یاد هوايي میدان د پراختیا چارې به ١٠ زره جریبه ځمکې ته ورسېږي.
ټڼیوال زیاتوي چې دا مهال د داخلي چارو کارونه ۹۳ سلنه مخته تللي او یو شمېر پروژې به راتلونکي وري میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په دې کې د احاطې دیوال، ځغاست لیکه،ترمینل، د اطفايي ودانۍ او د ساتونکو لپاره د برجونو جوړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.
بل خوا د خوست یو تن اوسیدونکی اسلام باد شاه چې په متحده عربي اماراتو کې د مسافرۍ شپې سبا کوي غوښتنه کوي چې د پاتې پروژو لپاره دې دولت د خوست هوايي ډګر ته بودجه ورکړي چې پاتې برخې یې هم ورغول شي او خوست میشتي وکولای شي چې په مستقیم ډول له دوبۍ څخه خوست ته سفر وکړي.
د خوست د علي شیرو ولسوالۍ اوسیدونکی میرنواز چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې ټکسي موټر چلوي، له مرکزي حکومته هیله کوي چې ژر د خوست هوايي ډګر د نړیوالو پروازونو لپاره اماده کړي.
هغه وایي: دا څوم ځل دی چې اړوندې ادارې د خوست هوايي ډګر د چارو د بشپړېدو خبر ورکوي؛ خو عبدالصمد تڼیوال وايي چې د یاد هوايي ‌‌ډګر چارې په ۱۳۹۰ کال کې پیل شوې، خو لا هم بشپړې شوې نه دي، هغه زیاتوي چې د پاتې پروژو د بشپړېدو لپاره یې مرکزي حکومت په جریان کې کړی او هڅې کوي چې پاتې چارې یې هم بشپړې شي. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته