خبرونهاقتصاد

د خوست هوايي ډګر تر دوو مياشتو پورې ګټې اخستنې ته سپارل کېږي

٢٥- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
هيله کېږي چې د خوست هوايي ډګر د راتلونکې کال په پسرلۍ کې ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
د افغانستان حکومت د دغه هوايي ډګر په جوړولو يو ميلياردو اته سوه نهه اتيا ميليونه افغانۍ لګولي دي .
د افغانستان د ملکي هوايي چلندد ادارې مسوولين وايي چې د دغه هوايي ډګر د جوړولوکار بشپړ شوى دى اوټاکل شوې ده له دغه هوايي ډګر څخه د الوتکو الوتنې د راتلونکې کال په وري مياشت کې پيل شي.
په لومړي ګام کې به هوايي شرکتونه له دغه هوايي ډګر څخه د افغانستان بېلابېلو سيموته د مسافرو د لېږدونې لپاره استفاده وکړي او هلې ځلې کېږي چې دغه هوايي ډګر نړيوالو الوتنوته هم چمتو شي .
دغه هوايي ډګر همدا اوس د څه د پاسه دوه زره شپږ سوه مترو په اوږدوالي اود پنځومترو په سور سره د الوتکو د الوتنې او ناستې کرښه لري او داسې ډګر لري چې څوالوتکې کولاى شي په يو وخت کې ورڅخه کار واخلي .
له بله پلوه د قوماندې خونه، د مسافرانو د انتظار لپاره ځانګړي اوعادي سالونونه ، د وسايطو ستر تمځاى ، حلقوي سړکونه او د يو معياري هوايي دګر د اړتيا وړ ټول تاسيسات پکې په پام کې نيول شوي دي.
په خوست کې د ملکي هوايي چلند د ادارې يومسوول باختراژانس ته وويل: ټاکل شوې ده له دغه هوايي ډګر څخه الوتتنې د روان کال په وري مياشت کې پيل شي.
کارپوهان له دغه هوايي ډګر څخه ګټه اخستنه د افغانستان د جنوب ختيځ په پراختيا اواقتصادي وده کې ستر بدلون بولي .
هغوى وايي د خوست هوايي ډګر د مسافرانو د لېږدونې ترڅنګ کورنيو اوبهرنيو بازارونو ته د زراعتي محصولاتو په صادرولوکې ښه رول لوبوي.او د افغانستان د جنوب ختيځو سيمو د سوکالۍ او پرمختګ سبب کېږي. ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته