سیاستخبرونهټولنه

د خوست په موسی خېلو کې د شهیدانو په یاد نمانځغونډه جوړه شوه

کابل / د تلې ۱۶ مه / باختر
د خوست په لرې پرته ولسوالۍ موسی خېلو کې د افغانستان اسلامي امارت مسوولينو په هېواد کې د شل کلنې مبارزې او په دې لار کې د خپلو قرباني شویو کسانو په یاد نمانځغونده وکړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې د اسلامي امارت سیمه ييزو مشرانو د امریکا د تېري پای، د اسلامي امارت او ټولو افغانانو لپاره یوه ستره بریا وبلله او د نړۍ هېوادونو ته یې ګوتڅنډنه وکړه چې که هر هېواد پر افغانستان د برید یا ولکې هڅه وکړي شرموونکې ماتې به وخوري.
په غونډه کې د خوست والي او د اسلامي امارت د قطر دفتر غړي محمد نبي عمري وویل چې دوی د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پرته له کوم قید او شرط سالمې اړیکې غواړي.
هغه ډاډ ورکړ چې د هېواد د پرمختګ لپاره به کار کېږي او په شل کلنه جګړه کې د قرباني شویو پر حق ورکونې سربېره به خلکو ته د کاروبار زمینه برابرېږي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته