خبرونهامنیت

د داعش ډلې د رسنیزې شبکې یو غړی په ننګرهار کې ونیول شو

کابل / د وري ۲۷ مه / باختر

یو سړی چې ویل کېږي په ننګرهار کې د داعش د رسنیو د شبکې غړی دی، ونیول شو.

د ملي امنیت ځواکونو پر ملا جلال چې په انتظار مشهور دی، تېره شپه په بهسودو ولسوالۍ کې برید وکړ او ویې نیو.

د ننګرهار د ملي امنیت یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې ملا جلال په ننګرهار کې د داعش تروریستي ډلې مرګاني بریدونه انعکاس ورکاوه او دغې ډلې ته یې تبلیغ کاوه.

د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته